دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 101016
دایران دایټمي دوسیې دحل لپاره باید ترلاسه شوی ښه چانس له لاسه ونه وځي

 دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  له خپل امریکائي همڅنګ جان کری سره  په ټيلیفوني تماس کې  ټينګار کړی  دایران دایټمي پروګرام په باب   خبرې اترې  دموافقو دترلاسه کولو لپاره  ښه چاننس دی ،خو   ددغه بریالیتوب لپاره  لازیاتو هڅو ته اړتیا شته ده .
لاؤروف  په دغو خبرواترو کې  د دوو اړخیزو  اړیکو په باب   دیوه بل  دګټو  لپاره دمتقابل احترام او دبرابرۍ داصولو په اساس  ددغو اړیکو  دعادي کولو په ضرورت  ټينګار وکړ.
په عین حال کې وال سټریټ ژورنال امریکائۍ ورځپآڼې  پرون پخپل  یوه راپورکې دځينو امریکائي لوړپوړو چارواکو اوخبرو سرچینو له قوله ویلی دي  دامریکا دولسمشر باراک اوباما حکومت هڅه کوي دایران  دایټمی دوسیې په باب  داحتمالی موافقې  څخه دملاتړ لپاره چې دنومبر تروروستیو پورې ئې نهائي نیټه ټاکل شوې ده ،  ددغه هیواد دکانګرس ،سیاستوالانو  او ددواشنګټن دمتحدانو ملاتړونه ترلاسه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezz8zpjh877i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته