دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 153118
سروې: سږکال افغانستان کې د کوکنارو کر ۶۳ او د اپینو تولید ۸۷ فیصده زیاتوالی موندلی

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، سږ کال په دغه هیواد کې د ناامنیو او کمزوري مالي ملاتړ له امله، د مخدره موادو په کر او تولید کې په بې‌ساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت مرستیال احمد جاوید قایم، چې د چهارشنبې په ورځ (نومبر پنځلسم) یې، په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان د مخدره موادو د وضعیت په اړه د ترسره شوې سروې جزئيات له رسنیو سره شریکول وویل، سږکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او ۹۰۰۰زره ټُن اپین ترې حاصل اخیستل شوی دی.

د ښاغلي قایم پر وینا، د تېرکال په پرتله سږکال د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل "په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو د کر له مجموعې شمیرې څخه ۹۷ فیصده یې په جنوب، غرب، شمال او شرق زونونو کې شوې، چې په کې لوړ امنیتي ګواښونه دي، جنوبي زون کې ۶۰ فیصده، غربي زون کې ۱۷ فیصده، شمالي زون کې ۱۳ فیصده، شرقي زون کې ۷ فیصده، شمال‌شرقي زون کې ۳ فیصده او مرکزي زون کې صفر اعشاریه څلور فیصده د کوکنارو کر شوی دی".

تیرکال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

ښاغلي قایم زیاته کړه، چې سږکال د افغانستان په لسو ولایتونو کې کوکنار نه دي کرل شوي، چې دغه شمیره تیرکال ۱۳ ولایتونو ته رسیدله.

د دغې سروې پر بنسټ، سږکال افغان حکومت یواځې په ۷۵۰ هکتاره ځمکو کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو بریالی شوی دی.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال په افغانستان کې لوړ امنیتي ګواښونه، د مافیايي کړیو موجودیت، د کافي مالي او تخنیکي ملاتړ نشتوالی، د امنیتي ځواکونو کموالی، د مسولینو کمزوری مدیریت او د کوکنارو د اصلاح شوي تخم کرل، د مخدراتو په کچه کې د زیاتوالي کورني لاملونه وښودل.

دغه راز ښاغلي قایم، د مخدره موادو د ترانزیت د مخنیوي په برخه کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو کمزورتیا، د قاچاقبرانو د نیولو لپاره د استخباراتي معلوماتو نه شریکول او په نړۍ کې د افغانستان مخدره موادو ته د لوړې کچې تقاضا په دې برخه کې بهرني عوامل یاد کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8zvjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته