دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 132517
سعودی عربستان ددی لپاره آماده دی چی په افغانستان کی دسولی په برخه کی مرسته وکړی
داکتر عبدالله عبدالله؛ د ملی وحدت د حکومت اجرایی رییس سعودی عربستان ته د څو ورځنی سفر وروسته په یو ناسته کی ددی سفر د لاسته راوړنی څخه خبری وکړ او وویل: عربی مقاماتو سره په کتنه کی دهغه جملی څخه د ملک سلمان د هغه هیواد د پادشاه سره، د تروریزم سره د مبارزی اوتروریزم نړی ته دیو جدی ګواښ په عنوان خبری کړی دی. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری په بیان، هغه وویل: سعودی عربستان خپل آمادګی د افغانستان دسولی په برخه کی اعلان کړی دی او حاضر دی چی د افغانستان په غوښتنه ددی خبرو اترو زمینه رامنځته کړی. داکتر عبدالله ددی سفر هدف ددوه جانبه همکاریو پراختیا په مختلفو عرصو کی بالخصوص په تجارتی، داتباعو حقوق، د افغانستان په جوړونی کی د حمایتو پراختیا او د امنیتی اړیکو پراختیا دی. هغه ادامه ورکړه: د اسلام د علماوو کنفرانس قرار دی چی دایر سی، یو مهم قدم دی. د ملی وحدت حکومت اجرایی رییس ددی سفر لاسته راوړنی داسی وشمیرله: سعودی عربستان موافقه کړی دی چی د سولی په برخه کی مرسته وکړی او تحصیلی بورسیی د محصلینو کورنیو ته ورکړی او هم سرمایه ګزارانو ته لوی مدته ویزی ورکړی. عبدالله په اخیر کی وویل چی وی تخصصی شفاخانه د عربستان له لوری په کابل کی اعماریږی.
https://avapress.com/vdcezw8zfjh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته