دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 148312
هیلیکوپټرونه لیږدولو لپاره اماده شوي

د افغان هوایي ځواکونو لپاره لومړی څلور UH-۶۰ ډوله یا بلک هاک پرمختللې چورلکې لیږدولو لپاره اماده شوي.

در صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د دغو څلور چورلکو وروستی تخنیکي ازموینې پایلې ته رسېدلي او په پام کې ده چې د سپتمبر په میاشت کې افغانستان ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو دوه میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.

د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-۲۰۸ سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا حکومت په پام کې لري چې افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-۶۰ یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

جنرال ووټل نږدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو په وړاندیز کې ۸۱۴،۵ میلیون ډالر بودجې شامل دې او په پام کې ده حکومت له دغو پیسو څخه افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هیلیکوپترونه، دیرش ایم دی ۵۳۰ ایف جنګي هیلیکوپترونه، پنځه اي سي ۲۰۸ الوتکي او شپږ اي ۲۹ جنګي الوتکي برابرې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezv8zwjh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته