دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 146819
د قندوز لمړۍ حوزه او چوک باندی د دوو هاوانو لګیدنه
طالبان تیره شپه د ۹:۴۵ بجو په شاوخوا د قندوز ښار باندی دوه هاوانونه و توغول.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لمړۍ هاوان د قندوز ښار چوک باندی توغیدلی چی په نتیجه کی یی د قندوز پولیسو دریم حوزه آمر او د څلورم حوزی یو سرتیری سطحی زخم اخیستی دی.

د قندوز امنیتی پولیسو دریم حوزه امر چی په دی پیښه کی زخمی سوی دی تاییدوی چی د ګزمه په وخت کی د قندوز په چوک کی د طالبانو له لوری پرهغوی باندی هاوان توغول سوی دی.

په همدی حال کی نوری سرچینی هم وایی چی ددی پیښی سره همزمانه، یو بل هاوان د پولیسو امنیتی لمړۍ حوزی باندی لویدلی دی.

تراوسه نه دی معلوم چی په دی پیښه کی چاته کوم زیان رسیدلی دی که نه.

https://avapress.com/vdcezp8zojh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته