دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 149618
ابدالي:هند افغانستان سره د (خويندو ښارونه) تړون لاسليک کوي

په هند کې د افغانستان سفارت په نووښت او وړانديزد هند لس آيالته به د افغانستان د لسو ښارونو سره د اقتصادي کلتوري او ولسي اړیکو د ودې له پاره د سیسټر سټي يا د خويندو ښارونو د تړون په اساس اړيکي پيل کړي.

په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي امريکا غږ ته وويل: په دې تړون کې به نوی ډهلی د کابل،ممبي ښار د قندهار،اجمیر شریف د هرات ،اسام د هلمند،او حیدراباد د جلال آباد او ځینې نورهندي ښارونه د افغانستان د ښارونو سره د لاسليک شويو تړونونو او مشخصو علايقو په اساس اړيکي ولري.

ښاغلي ابدالي وويل د هند او افغانستان د لسو ښارونو ترمنځ به د گډو مشخصاتو په اساس اړيکی ټينگې اوهمکاري پيل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8zvjh8epi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته