توصيه مطلب
۰
 
صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه دنده پیل کړه
تاریخ انتشار : يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۰
د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه نوې دنده پیل کړه.

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي دغه ریاست ته د نوموړي د ورپېژندلو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د تاوده جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ د دښمنانو په له منځه وړلو کې ستره ونډه لري.


د حکومت د رسنیو مرکز رییس صدیق صدیقي وايي، چې هڅه به وکړم، چې دا مرکز د هېواد د رسنیو پر ستر خبري مرکز واړوم.


صدیق صدیقي له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس او د دې وزارت ویاند و، چې نن( کب ۲۸) د حکومت د رسنیو مرکز رییس ټاکل شوی دی.
Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 139510