د پاکسان حکومت یوه چارواکي له رسنیو سره د مرکې پر مهال ویلي چې د امریکا له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د پوځي اقداماتو په هکله معلومات شریک شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ پولې د امنیت د ساتنې په هکله خپل اندیښنې له امریکایي چارواکو سره شریک کړل.
د چارواکو په وینا، هر ورځ کابو ۷۰ زره کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي او د ټولو کسانو پیژندل به ناممکنه وي.
پاکستاني چارواکي وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کټارو او اغزن تار د لګولو چارې به دوام وکړي خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کابو ۶۴۸ کیلیو مټره سیمه به پرته له کوم امنیت پاتې شي او په دې خاطر د ترهګرو بریدونو مخنیوي به ناشونې وي
دا په داسې حال کې ده چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته او د ترهګرو ډلو د امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر واشنګټن پر اسلام فشارونه زیات کړي.
د امریکامتحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.
هغه خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره ونه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.