دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 39401
یوطالب ترهګر دماین د ځای پرځای کولو پر مهال په هرات ولایت کی دسرحدی پولیسو له لوری ژوندی ونیول شو
نیول شوي ترهګر د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کی اعتراف کړي چې په یاد ولایت کی په ډیرو ترهګریزو پیښو کی لاس درلودو.
یو طالب ترهګرماین خښوونکی د غلام الدین په نامه تېره ورځ د هرات ولایت د سرحدی پولیسو له لوری ژوندی ونیول شو.
نیول شوی ترهګر هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یی د یاد ولایت د تورغندی بندر په لویه لاره کی دیو پله لاندی یوه کړی د وسایطوضد ماین د ریموت کنټرول په شکل ځای پرځای کړی .
نیول شوي ترهګر د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کی اعتراف کړي چې په یاد ولایت کی په ډیرو ترهګریزو پیښو کی لاس درلودو.
همدارنګه دوه تنه طالب ماین خښوونکې تېر ورځ هغه مهال ووژل شول کله چی غوښتل یوه کړی د وسایطو ضد ماین د هلمند ولایت دمارجی ولسوالی د عصمت کلی په بازار کی ښخ کړی چی د ماین دځای پرځای کولو پر مهال ماین پری وچاودید او په ترڅ کی دواړه ماین خښوونکی ووژل شول.

همداشان یوه کړي دوسایطو ضد ماین چی د طالب ترهګرو لخوا د خوست ولایت د دوه منډه ولسوالی په بره کی کلې کې ځای پرځای شوی وو تېره ورځ سهار د ۹:۰۰ بجو په شاوخواکی د یوی افغان کمپنی په صرف ډوله موټر باندی وچاودید چی په ترڅ کی دري تنه دیادی کمپنی کارکونکی شهیدان او یوتن ټپی شو چی ټپی شوی کس د یاد ولایت دملی پولیسو له لوری نږدی روغتون ته ولیږدول شو.

دکورنیو چارو وزارت دخوست ولایت دافغان کمپنی په نامه پرموټر د ماین چاودونه په کله غندی او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپی ته د لوی خدای له درباره د ژر روغتیا هیله کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceze8x.jh8o7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته