دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 85491
ولسمشر کرزى او د هند د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته تللي
د افغانستان، پاکستان او ترکیې تر درې اړخیزې غونډې وروسته ولسمشر حامد کرزی د زراعت او ټکنالوژي د ملي پوهنتون د پرانيستنې لپاره کندهار ته تللی دى .
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د کابینې ځينې وزیران او د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید د شنبې په شپه کندهار ته ورسېدل.
د کندهار د والي د دفتر ریس ډاکټر پرویز نجیب ازادۍ راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سفر هدف په کندهار کې د زراعتي علمو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون افتتاح او د دغه ولایت دخلکو او قومي مشرانو سره لیدل دي .
د ښاغلي نجیب په وینا ولسمشر به د شنبې په ورځ تر غرمې مخکې د ډنډ ولسوالۍ په ترنک فارم سیمه کې د زراعتي علومو ملي پوهنتون افتتاح کړي چې د هند هیواد په مالي مرسته جوړ شوى دى.
د ولسمشر دغه سفر ته په کندهار کې له تېرې پنج شنبې راهیسې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ښار د ډیرو برخو لارې او واټونه د ترافیکو پر مخ تړلي وو او د خلکو دتګ راتګ مخه نیول شوې وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceze8v.jh8noi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته