دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 140914
د طالبانو ډلی مشر د مسمومیت په نتیجه کی وژل سوی دی
د داعش تروریستی ډله د یو لیک په واسطه دا ادعا کړی دی چی هبت الله د طالبانو مشر د مسمومیت په نتیجه کی وژل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، په دی لیک کی راغلی دی: ډیر وخت راهیسی د طالبانو نااهل او غلام مشرانو په منځ کی د مادیاتو او پر سر او قوم پرستی پر سر سخت شخړي منځته راغلی دی او په نتیجه کی هبت الله ددی ډلی مشر د خپلو ملګرو په لاس مسموم او وروسته په قتل رسیدلی دی.
په دی لیک کی راغلی دی چی د طالبانو ډله د هبت الله مرګ د نورو مشرانو په ډول پټ کړی دی.
تراوسه د طالبانو ډله په دی اړه کوم څه نه دی ویلی، خو حکومتی سرچینی ۱ تلویزیون ته ویلی دی: هبت الله میاشتونه کیږی چی ورک دی او حتی په مناسبونو کی هم کوم پیغام نه دی ورکړی.
سرچینی نه غواړی چی نوم یی فاش سی، زیاته کړه: د طالبانو مشر دوامدار غیبت شکاره کوی چی امکان لری هغه ته کوم زیان رسیدلی وی.
د هغوی په وینا تراوسه د داعش او طالبانو د نښتو په واسطه په هیواد کی، ددی ډلو څخه د لسو څخه ډیر قوماندانان وژل سوی دی. نظر محمد مطمین، سیاسی پوه دا خبر بی بنسټه وبلل او وویل: ددی لپاره چی د طالبانو مشر د اوسیدنی ځای معلوم سی، دا به لومړي او آخری هڅه نه وی؛ ځکه چی افغانستان او امریکا غواړی چی طالبانو مشران تر بریدونو لاندی راوړی.
هبت الله آخندزاده د طالبانو دریم مشر دی. د هغه څخه مخکی اختر محمد منصور د امریکا بی سرنشینه طیاری په واسطه د پاکستان په خاوره کی ووژل سو او د محمد عمر(د طالبانو لومړي مشر) مرګ ددوو کالو وروسته اعلان سو. د محمد عمر د مرګ دلیل تراوسه معلوم نه دی.
  د ځینو ګزارشونو په اساس د طالبانو مشران په پاکستان کی ژوند کوی او ددی ډلی دوه مخکنۍ مشران هم په دی هیواد کی له منځه تللی دی.
https://avapress.com/vdcez78zejh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته