دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 131833
دننګرهارولایت کې ۲۴ مخالفین وژل شوي
په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي

چارواکي ویلی دي، په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ راغلي دي، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې پر داعش هوايي بریدونه کړي.
سرچینی زیاتوي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د برید پر مهال ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.
خبرپانه زیاتیوي، چې د اچین ولسوالۍ به باڼډر سیمه کې هم د داعش یو سراچه موټر د بهرنیو ځواکونو د برید ښکار شوی.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې برید کې ۹ داعشیان وژل شوي.
خو تر اوسه مخالفین په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcexz8zxjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته