په کونړ ولایت کې د امنیتي ځواکونو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې تیره شپه ناوخته د کونړ بین په سیمه کې امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ نښتې پیل شول چې د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیات په پایله کې اته تنه داعش وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې د داعشیانو دوه جسدونه، دوه میل وسلې، اته شاژونه، د راکټ انداز دوه فیر مرمې، ۱ پایه مخابره، د موبایل ټلیفون درې سیټونه د امنیتي ځواکونه په لاس وغلي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله والو او نورو ډلو پر وړاندې په کونړ او نورو ولایتونو کې چاڼیز عملیات دوام لري.