دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 131734
د فساد د پراختیا مختلف ابعاد؛ د زرهاوو مشاورو نجومی معاشات
د مجلس نماینده ګان وایی چی وزیران تقریبآ ۳ زره کسه د مشاور په نامه او ۵ زره کسه نور د متخصص په نامه په لوړو معاشاتو تر ۲۰۰ زره افغانیو مقرر کړی دی.

د نماینده ګانو د عدلی او قضایی کمیسیون ځینی غړی ددی مطلب په اړه وایی، دا استخدام سوی کسان اکثره د وزیرانو دخپلوانو څخه دی اونور د دولت عالیرتبه مقامات دی.
ددی کمیسیون غړی وایی چی دا کسان د ملکی قانون برخلاف استخدام سوی دی او حکومتی نهادونه بالخصوص د ریاست جمهوری د چارو اداره حاضر نه دی چی هیڅ ډول اسناد په دا مورد دمجلس اختیار ته ورکړی.
محمد سرور عثمانی فراهی؛ د عدلی او قضایی کمیسیون غړی وویل: دا په داسی هیواد کی چی اکثریت خلګ یی په مطلق فقر کی ژوند تیروی او زموږ دمامورانو عادی معاش خارجیان ورکوی، څه ضرورت لری؟
دهغه په وینا، دا کسان د ملی خدماتو د قانون خلاف او د قومی او سمتی روابطو په اساس د وزراوو په واسطه ریاست جمهوری ته معرفی سوی دی او تقرر حاصل کړی دی.
کارپوهان وایی چی دا خبر دهغه خلګو لپاره نا هیله کوونکی دی چی انتظار لری د فساد ضد دولت، دموازی اداراتو مخالف او عمومی داراییو د تاراج په مقابل کی یو دولت ولری.
د پوهانو په باور، یو دهغه مواردو څخه چی خلګو د حامد کرزی دحکومت په اخرو کی او دوحدت ملی حکومت په شروع کی غوښتل، د تشریفاتی مشاورانو عدم موجودیت وو.
د کرزی په دوره کی دهغه اهرمونه د منتقدانو د قناعت لپاره، د انتخاباتی حامیانو د قدرت طلبی اشباع او د اقوامو د حمایت جلب، حزبونه او بانفوذ افراد، دهغوی انتصاب د ریاست جمهوری دمشاورت په لوری وو.
د ښاغلی کرزی د مشاورانو دقیق تعداد مشخص نه سو او هغه خپله هم چی په هفته کی د شهرت حساب ورکول درلودی او دهغه پر پایه، باید هر رسمی مقامات درسنیو دکامرو په مقابل کی د خپلو داراییو، اموالو، املاکو او شخصی درآمدونو او رسمی مالی امتیازاتو څخه د افغانستان خلګو ته ګزارش ورکوی، هیڅ وخت په دی اړه د نظر داظهار لپاره حاضر نه سو.
ظاهرا دهغه د مشاورانو تعداد دومره ډیر وو چی هغه خپله هم دقیق امار یی نه درلودی!
د مخکنی رئیس جمهور اکثره مشاوران هغه کسان تشکیلوله چی په کال کی یو ځل هم رئیس جمهور دنږدی څخه نه لیدل؛ هغه رییس جمهور چی هر وخت احمد ضیا مسعود؛ د هغه لومړی معاون، اعتراف کړی وو چی دوه میاشتی کیږی هغه نه دی لیدلی!
د وحدت ملی دحکومت د مشاورانو د نوی ارقامو په انتشار سره منتقدان پوښنته کوی چی آیا دادولت هم د مخکنی دولت پرځای پښه ایښی دی؟
مشاورسالاری د بوروکراتیک په نظام کی، په شدت سره فاسد او دمدیریت څخه سوء استفاده دی. ددی مخکی چی دفساد سره مبارزه وی، خپله یو بل فساد دی؛ یو تازه بعد د فساد د پراختیا او بی مهار څخه بالخصوص په هغه شرایطو کی چی افغانستان په شدت سره خارجی مرستو ته متکی دی او د بودجی دډیرو کسر سره مخامخ دی او ۷۰ سلنه دهیواد ملی بودجه خارجی مرستی تشکیلوی تامین کیږی او په تازګی سره، د سوال غوښتنی لاس خارجی مرسته کوونکو ته اوږده کړه ترڅو خپل حیات ته تر څلور کاله ادامه ورکړی.
له بله خوا، د ارشدو مقاماتو د مشاورانو د انتخاب نحوه هم شکاره کوی چی امکان لری دهغوی لږ تعداد د تخصص، تجربه، تحصیلات، تحلیل او علمی اهلیت پر اساس ګمارل سوی وی. د وحدت ملی دحکومت دارشدو مقاماتو اکثره مشاوران داسی کسان تشکیلوی چی د انتخاباتو کمپاینو په وخت کی دهغه څخه حمایت کړی وی او یا هم دهغه سره سیاسی، حزبی او قومی او کورنی اړیکی لری.
بنا پردی، د وحدت ملی حکومت هم په هغه مسیر باندی روان دی چی مخکنی حکومت روان وو.
بله نا هیله کوونکی نقطه داده چی اوسنی حکومت، دخپلو وعدو برخلاف چی خلګو ته ورکړی دی، هیڅ وخت د خلګو دژوند دسطحی په تناسب، په ملی چارو کی ملی بودجه نه دی مصرف کړی.
لکه په همدی خاص مورد کی، د زرهاوو مشاورانو لپاره د میلیونونو افغانیو دحقوقو اختصاص، آیا د افغانستان دخلګو دکوم اجتماعی طبقی د میزان سره یوشانتوب لری؟
ددی څخه په صرف نظر کولو سره چی ددا پیسو مستقیم مصرفول په هغه چارو کی چی قرار دی زرګونه مشاوران په هغه خصوص، مشورت ورکړی، دغیری علمی او ناکارآمد مشاورانو دمشورت څخه موثر تره دی.

https://avapress.com/vdcexz8zejh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته