د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د ښځو شبکې له غړو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شوه، لومړۍ مېرمنې هم حضوردرلود. د افغانستان د ښځو شبکې غړو د هېواد په کابینه کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي او د فرخندې په قضیه کې د جمهور رئیس د قاطعیت مننه وکړه.
د افغان ښځو شبکې غړو په بېلابېلو برخو لکه د سترې محکمې په عالي شورا کې د یوې ښځې د تقرر، د مستقل قانون په توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د پاتې کېدو، د سولې په پروسه کې د ښځو د زیات رول، د ولسوالیو په شوراګانو کې ښځو ته د زیاتې ونډې ورکولو او هغو ښځو ته د تابعیت تذکرو ورکول چې په امن کورونو کې اوسېږي وړاندیزونه او غوښتنې وکړې.
همدارنګه هغوی وویل ، د فرخندې د قتل د عاملینو د محکمې د ناستو جوړولو ډول د دوی د رضایت وړ نه دی، دغه ناستې باید په شفاف ډول جوړې شي.
جمهور رئیس غني د ښځو د حقونو د اعادې په برخه کې د افغانستان د ښځو د شبکې د هڅو مننه وکړه او وې ویل، یوه ښځه به د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه معرفي کړي.
جمهور رئیس یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هکله ډاډ ورکړ او وې ویل چې د اسلام د مبین دین او اساسي قانون په چوکاټ کې به د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.
جمهور رئیس غني وویل ، ۳۵ تنه افغان مېرمنې به د اروپایي ټولنې په مرسته د بورسونو له لارې د عملي رهبرۍ په برخه کې د زده کړو لپاره بهر ته واستوي.
محمد اشرف غني یادونه وکړه چې د هېواد لومړنی ښځينه پوهنتون د دوست هېواد ترکیې له خوا جوړ ېږي او د ښځو شبکې څخه یې وغوښتل چې د یاد پوهنتون د مدیره هیات د غړو د ټاکلو لپاره څو تنه تکړه مېرمنې ورمعرفي کړي.
جمهور رئیس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون په هکله وویل، حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دی، خو بحث د دې کار په میکانیزم نه، بلکې په اصلي هدف دی.
جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې د ښځو حقونه به هیڅ وخت د سولې قرباني نشي او همدارنګه یې یادونه وکړه چې راتلونکې اونۍ به د معینانو او رئیسانو په کچه د ښځو د رول د پیاوړي کولو په هکله کار وشي او همدارنګه به لږ تر لږه څلور ښځې د سفیرانو په توګه په بهر هېوادونو کې د افغانستان په ډيپلوماتیکو نمایندګیو کې وګومارل شي.
جمهور رئیس وویل، په دویمو سلو ورځو کې به زیات تمرکز په ولایتونوکې د حکومتوالۍ په پیاوړتیا وي، چې له مخې به یې په ولایاتو کې د ښځو د رول پیاوړتیا ته هم پام وشي. نوموړي وویل د فرخندې قضیه په جدیت تعقیبوي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)