دخپریدو نیټه :شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 118432
سیسي د شیعیانو اوسنیانو فاتحه ولوسته!

دمصرد اوقافو وزارت دپنجښنبې په ورځ اعلان وګړچې « امام حسین علیه السلام» ته منسوبه مقبره به دشنبې دورځې ترپایه رخصت وي.

دغې وزارتخانې اعلان کړی چې دغه تصمیم «عاشورا په ورځ دشیعه خرافاتو دمخنیوي له پاره ـ چې هغه د شیعیانو له آدابو څخه اخیستل شوي او په اسلام کې کوم ځای نه لري» نیول شوی دی. دځینو روایاتو پر بنسټ، د امام حسین علیه السلام سر په همدې ځای کې دفن شوی دی.

د مصر د اوقافودوزارت دبیانيې پربنسټ، د الحسین دمسجد رخصتي، دشیعانو له رواجونو څخه دراولاړشوو ستونځو دمخنیوي له پاره غوره شوې او دمصر د اوقافووزارت به اجازه ورنه کړي چې ددې رسم او دستور په خلاف کوم شی وشي.
د مصرد شیعیانو له پېژندل شوو څېروڅخه« احمد راسم النفیس»‎، دسیسي د رژیم وروستی اقدام، خپلسری، بې منطقه او بې دلیله وګاڼه! هغه دغه تصمیم دټولو مسلمانانو لپاره دیوي پراخې مؤسسې په عنوان، له غیبت الازهرڅخه راوتی وباله. الازهرد مسلمانانو یووالي پرځاي، دیوې ډلې دفکر پربنسټ تصمیم نیولی دی. دغه اقدام په الازهر کې د وهابي تفکر له نفوذ او د داعشي مواضعو له خپرېدو څخه حکایت کوي» .

دکو د تاکوونکي او ځیونکي سیسي د رژيم دا اقدام، کېدای شي د مصري مسایلو دکتونکو له پاره يچ د حیرانتیاوړ نه وي، ځکه چې دهغوئ په بارو، که دسیي له خواله دې پرته اقدام دعاشورا او امام حسین اومصري عزادارو او سېدونکو په اړه ښودل کېداي، د تعجب اوحیرانتیا وړوو. ټول پوهېږي چې سیسې دمصر دسني مسلمانانو دوینو په تویولو، دهغه هېواد په وینو دلړل شوي مردمي انقلاب په مصادره او دقاهري او نورو ښارونو په سرکونو دهغوئ په رسمي او مستقیم قتل عام واک ته ورسېد.

ټول پوهېږي چې سیسي، د مصردخلکو له خوا ټا کل شوی نه دی، هغه یومزدور او بې رحمه قومندان دی چې د امریکا په فرمان او دسعودي دمنحط او مرتجع رژیم په پیسو يې د محمد مرسي سني حکومت ړنګ کړ او دمصر په زرګونو سني مذهب اوسېدونکې يې بندیان کړل، ويې وژل اویا په نمایشي محکموکې په ټوليزډول اعدام کړل.

هغه حتا دمصرپه سنیانو ښځو او انجونو هم رحم کړ، هغوئ يې یوازې په دې جرم چې په سرکونو کې يې د آرامو لاله یونونو په ترڅ کې له محمد مرسي او اخوان المسلیمن څخه ملاتړ اعلان کړی ؤ، ويې نیول، بندیان يې کړل اوترشکنجې لاندې يې راوستل.

د بشرد حقونو سازمانونه اورسنۍ، دمصر دکوتايي رژيم دجنایتو نو په جریان کې دي، پدې اساس هېڅول ددې انتظار نه کوي چې هغه به د مصر دشیعیانو په هکله له مدا را او دناوي څخه ګټه پورته کړي او د اخلاقو او انسانیت له مخې – نه د مسلماني او اسلام له مخې کړي. هغه سیسي دی او هغه په مصرکې – ټول خلک ډېرښه پېژني، هغه دخپلو قسم خوړلی قصاب دی، د هغه د رژيم وروستي اقدام وښودل چې امام حسین اوس هم غریب دی، اوس هم مظلوم، اوس هم د زمانې يزیدیان، هماغه پخوانی کینه ګرد مسجد، مقرې او دهغه دعزادارانو او پېروانو پرضد هغه ناوړه سرته رسوي کوم چې يې ۱۴۰۰ کاله واړاندې په کربلاء کې سرته رسولي وو! خو دا اقدام د الازهر په وچولي د شرم داغ دی؛ دهغه مذهب مرجع چې له نړیوال اعتماد او اعبتار څخه برخمن دی، تل هڅه کوي چې دسني اسلام معتدله او منځلادې څرګنده کړي.
الازهر په خپل دې اقدام سره وښو دله چې که غواړي يانه لیې غواړي، دسعودي دسلفې توب په خدمت کې دی. دغه اقدام، ددغې نړیوالې علمي مرجع اعتماد او اعبتار مشکوک کړ او ويې ښودله چې ددې مرکز عوامل او لارښو دونکي به کله دسلفي، وهابي او داعشي تفکر تراغېز لاندې را غلی او دځېونکي حاکم رژيم له وېرې او ډارښودونکي څنګه ته کړی او دمصر او عربستان دفاسد او جیره خور رژیم په حکم عمل کوي، خومصري شیعیان لدې ټکرونو څخه پردي نه دي، هغوئ په ۲۰۱۳ کال کې، هغه مهال چې مصر، په اصطلاح یومسلمان حاکم د محمد مرسي په نوم درلود، ددې ګواه ووچې افراطي اوتروریستو وهابیونو، د مظلوم شهیدحسن شحاته په کوربريد وکړ او هغه يې په خو را فجیع او ممکنه طریقه په شهادت ورساوه؛ پدې اساس، شیعیان تل په مصرکې مظلوم وي او له دې مظالمو سره بلددی، څه فرق نه کوي چې مرسې په واک کې وي که سیسي! کوم مسلمان او انقلابي حاکم په واک کې وي ـ که نظامي اوځېوانکی سکلولار؟ خو دغه اقدام دالازهر د نړیوال اعبتارله پاره یوه فاجعه ده چې له اسلامي اعتدال سره یې فاصله نیولې او په څرګنده توګه دواکمنۍ او دتېریو د اربابانو په خدمت کې ځان کلک کړی او او به د داعش اوسعودي عربستان په ژرنده تویوي!.!

البته دا هماغه الازهر دی چې دسني مسلمانانو په عام وژنه کې کښيناست، سیل يې وکړ اوچوپ پاتې شو. سیسي دشیعه اوسني مسلمانانو فاتحه ولوستله او د الازهر شیخانو پرې لمونځ اداء کړ!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexv8zwjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته