توصيه مطلب
۰
 
د ترکیی نظامی تحرکاتو راز د عراق په شمال کی!
تاریخ انتشار : چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۱


په همغه وخت کی چی جنګ د تکفیری تروریزم داعش سره په سوریه او عراق کی حساس مرحلی ته رسیږی او تروریزم د داعش او نورو ډلو په شمول په خراب وضعیت کی په سوریه او عراق کی واقع کیږی، د ترکیی دولت په ډیر عجیب اصرار سره غواړی چی د موصل په آزاد سازی کی شرکت وکړی او دا شوق او اشتیاق په دی لوی عملیات کی تردی حده دی چی د عراق د دولت سره د هماهنګی بغیره او هم د غربی متحدانو د مشوری بغیره ترکیه خپل نظامی ځواکونه عراق ته وارد کړ؛ تر څو د انقره د سرانو په قول د موصل په آزاد سازی کی شرکت وکړی.



عجیب دادی چی د ترکیی دا اقدام د غربی متحدانو او امریکا سره په مخالفت سره او د داعش په ضد غواړی چی ترسره سی. د تیر کال په نیمۍ کی، د ترکیی نظامی ځواکونو واردیدل د بعشیقه منطقی کی موصل ته نږدی د عراق په شمال کی د نړی د رسنیو په تودی خبرو بدل سو او د عراقی مقاماتو د پراخ عکس العمل باعث سو.



حیدرالعبادی د عراق لومړی وزیر په همدی برخه کی د ترکیی څخه وغوښتل چی ډیر ږیر دا خاوره پریږدی او ټینګار وکړ: دا ځواکونه ددی هیواد د اجازی پرته عراق ته وارد سوی دی او د هیواد حاکمیت یی نقض کړی دی.



ترکیه مدعی سوی دی چی د نظامی ځواکونو د استقرار هدف د عراق په شمال کی نظامی مشارکت په بین المللی ائتلاف کی د داعش په وړاندی د امریکا په مشری دی چی واشنګتن د انقره دا ادعا رد کړی او امریکایی مقامات په دی برخه کی اعلام کړ چی د ترکیی د ځواکونو د اعزام څخه و عراق شمال ته مطلع وو، خو د ترکیی دا اقدام د امریکا د برنامو څخه نه دی.



دا عکس العملونه او اعتراضات ادامه درلودی تر څو په آخر کی ترکیه دولت قبول کړ تر څو د عراق څخه خپل ځینی ځواکونه خارج کړی.



ددی ځواکونو دخارجیدو څخه وروسته او د بغداد دولت درګیره کیدل د داعش سره او د سوریی تحولات، د ترکیی د نظامی ځواکونو حضور موضوع کمرنګ سوی دی تر څو چی د انقری او بغداد ترمنځ اختلاف د هغه وروسته ډیر سو تر څو په آخر کی د ترکیی پارلمان ددی هیواد ځواکونو حضور مجوز په عراق او سوریه کی تمدید کړی او د ترکیی مقامات اعلام کړ چی د ترکیی د ځواکونو د مشارکت او حضور د لازم والی په خاطر د موصل په آزاد سازی کی، د ۲۰۰ ترکی نظامی ځواکونو څخه ډیر د عراق شمال ته وارد سو.



اوس اساسی پوښتنه چی د رسنیو په سطحه او سیاسی محافلو کی مطرح سوی دی اوس چی د ترکیی مقصدونه ددی نظامی تحرکاتو څخه د عراق په خاوره کی څه دی. آیا هغه سی چی ترکیی مقامات ویلی دی د هغوی مقصد د موصل د آزادسازی لپاره او د داعش سره په مقابله کی دی یا هم د ترکیی سترګی د موصل او کرکوک مناطقو کی د دخالتونو لپاره د عراق په شمال کی دی.



د ترکیی لومړی هدف په راتلونکی سیاسی او اجتماعی بافت او ساختار کی د موصل په منطقه کی دی. دا ښار چی ترکمنان هم په هغه کی سکونت لری د ترکیی د مرزونو سره او تاریخ سره مشترک دی او په همدی دلیل د ترکیی لپاره ډیر اهمیت لری. ترکیه د لوزان د توافقنامی په اساس د ۸۰ لسیزی تر پای پوری خپل کلنۍ بودجه ځینی برخه د موصل د تیلو د درآمدونو څخه تامینوله. همدارنګه په ۱۹۲۶ میلادی کال کی د انقره د معاهدی په اساس چی په هغه وخت کی عراق د انګلیس د سیطری تر تاثیر لاندی وو، د خپل اوسیدونکو کفالت د موصل په ښار کی درلودی. ترکیه هغه وخت حق درلودی چی حتی د ۹۰ کیلو متره مربع باندی په موصل او حتی کرکوک ښار او ترکمن منطقو پوری سیطره ولری او حق درلودی د تعرض په صورت کی مناطقی امنیت ته چی اوسیدونکی یی په هغه کی سکونت لری، ددی تعرض او تهدید سره مقابله وکړی.



دا معاهده یا توافقنامه اوس هم ترکیی ته اجازه ورکوی چی په موصل کی مداخله وکړی او ترکیه د هغه په اساس کولای سی د پ. ک. ک عناصر د نفوذ په صورت کی د موصل د ښار په اطرافو کی د ترورستی عملیاتو په ترسره کولو کی د هغوی سره مقابله وکړی او د سازمان ملل متحد د منشور د ۵۱ مادی په اساس، د ترکیی ځواک کولای سی هغه ډول چی د فرات د سپر په عملیاتو کی په سوریه کی مداخله کړی وو، په موصل کی هم مداخله وکړی. حتی د عراق د اشغال وروسته د امریکا له لوری د موصل او استان کرکوک د الحاق لپاره د کردستان په اقلیم تهیه سوی وو، خو ترکیه د انقره د توافقنامی په اساس ددی طرحی د اجرا څخه مخنیوی کړی وو.


دوهمه مسئله د ترکیی استراتژیک اندیښنی د کردانو د وضعیت په اساس او په عراق کی د فعل او انفعالات راتلونکی د کردی مطالبی په مسئله کی او همدارنګه په سوریه کی لری او دا مسئله ددی سبب سوی دی چی ترکیه مستقیم نظامی مداخلو ته ګام پورته کړی؛ دا مسئله هم بالخصوص د ترکیی د تیرو میاشتو د حملو په جریان کی د سوریی په شمال کی شکاره سو. دا احتمال چی په پ. ک. ک ډلی پوری تړلی ډلی یا نږدی کردان د سوریی او د عراق په شمال کی مشترک نقش د داعش په وړاندی ولری، ترکیه اندیښمند کړی دی. بالخصوص چی امریکا د سوریه د کردانو څخه ملاتړ کوی او دا ترکیی او امریکا د تقابل نقطو څخه دی.



او په آخر کی دریم او آخری مسئله دادی چی ترکیه د شیعی ډلو د نقش څخه د موصل په آزاد سازی کی اندیښمند دی، د شیعیانو عملکرد د فلوجه د آزاد سازی په روند کی او هغه نقش چی احتمالآ په امنیتی ساختارونو کی د عراق په راتلونکی کی به ایفا کړی تر ډیر حده پوری د انقری مقاماتو اندیښنی د ځان سره درلودی چی د سنی نړی رهبری ادعاګانی لری او د عثمانی امپراتوری دوهم ځل احیا خوب وینی.

Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 136432