دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۰۵
د مطلب کود : 136838
په افغانستان کې به له ستونزو سره مقابله کلونه ونيسي
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په وينا، په افغانستان کې ډېرې داسې جدي ستونزې شته چې مقابله به يې کلونه ونیسي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی :په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د جګړې د قربانیانو د یاد په مراسمو کې د افغانستان سفیر وویل چې که څه هم په هېواد کې یې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو لاهم داسې ډېرې ستونزې شته چې افغانان ورڅخه کړېږي.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي: “مونږ لا تر اوسه له سختو کړاوونو سره مبارزه کوو چې دغه مبارزه به کلونه وخت ونیسي. افغانستان به په یوه با ثباته، سوله يیز او په ځان بسیا هېواد بدل شي.”

په دغو مراسمو کې جنرال نېکولسن چې په افغانستان کې د دیارلس زرو امریکايي او ناټو سرتېرو قومنده په غاړه لري، وايي چې په افغانستان کې ګواښونه لا پر ځای دی او باید په جګړه تمرکز وشي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي سرتېرو قومندان جنرال نېکولسن وايي: “دا زمونږ تر ټولو اوږده جګړه ده. دا ډېره مهمه ده چې په جګړه تمرکز وشي، ځکه چې خطرونه لاهم پر ځای دي.”

په دغو مراسمو کې افغان او امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې د قربانیانو یادونه او درناوی وکړ او ټينګار یې وکړ چې د دوی لارې ته به دوام ورکوي.

په همدې وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم ډېر کارونه پاتې دي او راتلونکي ولسمشر ته په کار ده چې دغو کارونو ته اوږه ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ وايي: “د افغانستان حالات زمونږ له پاره د اندېښنې وړ دي. فکر کوم اوباما به په دې تمرکز وکړي چې امریکا په افغانستان کې داسې پرمختګونه کړي چې امریکا یې پرې خوندي کړې، خو لاهم په سیمه او نړۍ کې ډېر داسې کارونه شته چې راتلونکی ولسمشر یې باید ترسره کړي.”

تمه ده چې د امریکا نوی ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په شلمه یعنې دوې ورځې وروسته سپینې ماڼۍ ته ننوځي. تر اوسه معلومه نه ده چې نوی ولسمشر به په افغانستان کې د خپلو زرګونو امریکايي سرتېرو د ماموریت په هکله څه ډول پرېکړه کوي.
https://avapress.com/vdcexp8zvjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته