دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 49653
د کندهار په دوو ولسوالیو کې د طالبانو دوه مهم مشران وژل شوي دي
د کندهار ولایت په معروف او پنجوایي ولسوالیو کې د دوو جلا پېښو پر مهال د وسله والو مخالفانو دوه جګ پوړې قوماندانان له خپلو افرادو سره یو ځای وژل شوي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، د وسله والو یو قوماندان نن سهار وختي د پنجوایي ولسوالۍ په "موشان" سیمه کې د آیساف ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو. دا کس په پنجوایي، ژړۍ او میوند ولسوالیو کې د وسله والو مخالفانو عمومي قوماندان و.

په اعلامیې کې ویل شوې، د وسله والو دوهم قوماندان حافظ طیب نومیده او په سرحدي ولسوالیو کې یې فعالیت کاوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexp8e.jh8oni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته