دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 139439
په ټولنه کی څوک د قانون د حاکمیت ضامن دی؟!
رییس جمهور غنی وایی: تر اوسه په هیواد کی د قانون د حاکمیت کلتور شتون نه لری او قدرتمندان ځان تر قانون لوړ ګڼی او خپل شخصی ګټه پر قانون باندی ترجیح ورکوی.
محمد اشرف غنی د ستری محکمی قضایی سیمینار په آخر کی د هیواد استقلالیت او اصلاح باندی په ټینګار سره وویل: نه یواځی په اسلامی فقه کی بلکه  په شعر، ادب، اخلاق، اسلامی فلسفه، او هم په ټول اسلامی کلتورونو کی، پر عدالت باندی ټینګار د محوری موضوع ګانو څخه دی.
هغه په دی بیان سره چی په قضاییه قوه کی مداخلت نه کوی او نه هم څوک ته په قضایی چارو کی د لاسوهنی اجازه ورکوی خاطرنشان کړ: د یو نهاد استقلال د عدم پاسخګویی په معنی نه دی او د دولت هر ارګان باید ځواب ویونکی وی او کارونه د همکاری په روحیی سره او شفاف ډول سره ترسره کړی.
ښاغلی غنی عادلانه محاکم سیاسی ثبات متضمن وبلل او اضافه کړ چی د قانون ضعیفوالی ددی سبب ګرځی تر څو خلګ د مشکلاتو د حل لپاره د قومی مسایلو، ډله ییز او نور ځایونو ته مراجعه وکړی، هغه امر چی د هغه په وینا د تقابل د رامنځته کیدنی او بی عدالتی کلتور منځته راوړنی سبب ګرځی.
ښه او رسا خبری کول او مسائل په ښه توګه ویل، ډیر ښه دی او د یو کس لااقل توانایی په فصیح او بلیغ خبرو کولو په برخه کی په ثبوت رسوی؛ خو پوهیږو چی دا ټوله کار نه دی او متداول تعبیر سره په پارسی فخیم ژبه کی؛ په زرهاوو باریک نکتو په کی شته او دهغه څخه عمده برخه یی د خلګو عمل او رفتار دی چی کوم اندازه د هغوی د خبرو څخه عمل او رفتار کی پیاده کیږی او کوم اندازه چی د خبرو او بیان، ښه او رسا ادا کوی، د عمل او رفتار په حیطه کی هم په کاراچوی.
د هیواد رئیس جمهور په هر دری برخو کی ښه خبری کړی دی او ژوندی او پویا حقایقو څخه خبری کړی دی او هغه ته توجه کړی دی. په لومړۍ ځل کی هغه د قانون د حاکمیت د کلتور نه شتون ته په ټولنه کی اشاره وکړ او ددی تریخ واقعیت شتون په افغانستان کی چی قدرتمندانه ځان پر قانون باندی لوړ ګڼی او خپل شخصی ګټی تر قانون ترجیح ورکوی.!
د ښاغلی رییس جمهور او هوادارانو څخه په معذرت سره، په فارسی کلتور کی وی متل شتون لری چی وایی: فلانی علیه خود عریضه نوشته است! د همدی لپاره دی په هر ټولنه کی چی قانون حاکمیت کلتور شتون ونه لری، د انتقاد او اعتراض ګوتی په لومړی ځل دولت او دولتمردانو لوری ته څرخی او لومړۍ او آخر مسئول بلل کیږی.
پیچلی وضعیت د قانون په  افغانستان کی او هم د قدرت سالارانو او زورمندانو لاقیدی او لااوبالی ګری په دی برخه کی هم په قطع ایز ډول حکومتګران او دولتمردان لمن نیسی او دا هغوی دی چی باید بی قانونی حاکمیت کلتور ته پ هیواد کی ځواب ووایی چی د آباد او باثبات افغانستان په هیله خپل رایی د اوسنی سرانو او مقاماتو په ګټه کارولی دی.
دولت او حکومت که لازم قاطعیت د هیواد او خلګو اداری لپاره ولری،نن ډیر موثر او ګټه لروکی ځواب ویونکی ګزینی په اختیار کی لری چی د هغه په ګټه اخیستنی سره په آسانی سره د هیواد ساکنان د قانون ګرایی او حاکمیت تثبیت قانون کلتور لوری ته راهنمایی کړی.
په دی خاص لوری، تر ټولو مخکی حکومت او دولت مکلف دی چی خودسازی او ښه والی جوړونه د ځان څخه شروع کړی او رییس جمهور رسالت او مسئولیت لری تر څو داسی کسان د وزیر او مشاور او غیره په حیث پر ځان راټول کړی چی ټوله جوړ او فکر او درد یی هیواد او خلګو ته خدمت کول وی؛ نه د ځان او اطرافیانو د جیب ډکول او دخلګو په حق کی خیانت او دهغه په شان.
دا یو واقعیت دی چی دولتمردان او حاکمان، هر وخت د رعایا او عادی خلګو لپاره د الګو او فکر او عمل نمونی په عنوان مطرح وو او تاریخ هم په ښه توګه هغه خلګ او ملل چی په ښه والی او بدی او خدمت او خیانت کی او فکر او دولتمردانو رفتاره حاکمان خپل عمل او فکر سرلوحه قرار ورکړی دی اوهر ډول چی دولتمردان غواړی او عمل کوی، او عام خلګ هم هغه لوری ته سوق کړی او په واقعیت خلګ د ځان په شان کړی دی؛ په داسی ډول سره چی موږ د ۱۷ کالو راهیسی په هیواد کی دهغه شاهدان یو!.
هغه زورمندان چی رییس جمهور د هغوی څخه د قانون د کلتور د برقرارولو د موانع په حیث په هیواد کی یادوی او خبری کوی، ابدآ د دولت او حکومت څخه لوړ قوت او قدرت شتون نه لری او که دولتمردان او حکومتګران خپله خدوم او مسئولیت منونکی انسانان وای او وی، هیڅ زورمند او قدرت لرونکی شخص د هغوی د فیصلی او تصمیم ګیری مخالفت لپاره جرئت په ځان کی نه وینی او هغه څه چی زړه یی وغواړی د خلګو او هیواد سره نه ترسره کوی.
داسی په نظر رسیږی چی اصلی او اساسی مشکل زموږ په دولت او حکومت کی دی چی عمده برخه یی د خدمت او مرستی انګیزی نه شتون دی او تر څو چی زموږ دولتردانو او حکومتګرانو په یو او یو کی دا خدمت او مرستی مینه پیدا نه سی او ددی سرطانی غدی د ریشه کن کولو او درمان کولو لپاره اساسی کار ترسره نه سی، هیڅ کار او بار په دی هیواد کی سامان نه مومی او د ښه او رسا خبرو اظهارول هم بیله کوم تشریفات او نمایش او دخلګو سرګرم ساتلو نه کوم بل معنی به ونه لری.
https://avapress.com/vdcexo8zojh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته