دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 125038
برازیل د المپیا د لوبو پر مهال د «اسلامي دولت» د تروریستي بریدونو ویره لري

د برازیل امنیتي ځواکونه د المپیا د لوبو پر مهال چې په دوبي کې به په ریو دي جینیرو کې تر سره شي، د«اسلامي دولت» تروریستي ‌ډلې د بریدونو له کبله اندیښمن او په ویره کې دي.

ددې هیواد د تروریستي فعالیتونو پر ضد د ادارې مشر لویس البیرت سلابیري څرګنده کړه؛ چې د «اسلامي دولت» د ډلې لخوا د تروریستي بریدونو ګواښ حقیقي دي او په برازیل کې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې د ایډیالوژۍ يلویان ورځ تر بلې ډېریږي.

سلابیري وویل؛ چې اړونده چارواکي د امنیت د ټینګښت لپاره او د تروریستي بریدونو مخنیوی په موخه نورې اړینې چارې هم په پام کې لري او د همدي لپاره یې د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي ادارو سره اړیکې رغولې دي.

د«اسلامي دولت» تروریستي ډلې جګړه مارانو د نوامبر په میاشت کې ویلي وو، چې ددوي د بریدونو راتلونکې نښه به برازیل وي.

په دې هکله خبردارې د «اسلامي دولت» د تروریستي ډلې غړي فرانسوي وګړي چې ماکسیم اوشار نومیږي، خپره کړي ده.


سرچينه : sputnik
https://avapress.com/vdcexn8zvjh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته