دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 98523
جمهور رئیس کرزی: افغانستان د هند ملګری او متحد دی
 د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، د هند هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سوراج سره وکتل.  په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په ملکي او پوځي برخوکې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د دوست هېواد هندوستان د پروژو او د یو شمېر سیمه ایزو مسایلو په باب خبرې وکړې.  جمهور رئیس کرزي مېرمن سوشما سوراج ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې  تاریخي اړیکو او هم د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډو ګواښونو ته په کتو سره، افغانستان د هند  هېواد  ملګری او متحد دی.  جمهوررئیس کرزي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له هند سره خپلو دوستانه اړیکو او همکاریو ته ادامه ورکړي.  حامدکرزي د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته وویل لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي.  د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره د هند هيواد له مرستو، په ځانګړې توګه په زرګونو افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو له امله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه وکړه.  مېرمن سوشما سوراج کابل ته د خپل سفر او له جمهوررئیس کرزي سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه چې هر یو د انتخاباتو په نتیجه کې د افغانستان منتخب جمهور رئیس شو، هندوستان به له راتلونکي افغان جمهور رئیس او حکومت  سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexn8o.jh8vwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته