دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 124831
مسلمیار: دولت دې خپله خپلواکي خوندي کړي
د مشرانو جرګې ځېنو غړو ویلي دي، چې د ملي وحدت حکومت د کار دوام په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزیر څرګندونې د افغانستان په کورني چارو کې ښکاره مداخله ده.
د مشرانو جرګې ځېنو غړو ویلي دي، چې د ملي وحدت حکومت د کار دوام په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزیر څرګندونې د افغانستان په کورني چارو کې ښکاره مداخله ده.
دوې ورځې وړاندې دامريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل، د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمنځ سیاسي هوکړه لیک کې نه دي راغلي چې د ملي وحدت حکومت عمر دې دوه کاله وي. کیري زیاته کړه، چې دا حکومت به پنځه کالنه دوره پوره کوي او پاتې د ولسمشر پورې تړاو لري، چې په هره بڼه د حکومت مخ ته وړي.
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲۱ چې د سنبلې ۳۰ مې سره برابره ده د ملي وحدت د حکومت د سیاسي هوکړې موده پای ته رسيږي او د راتلونکي له پاره باید لویه جرګه جوړه شي، چې په کې د سیاسي نظام د بدلون او نه بدلون په اړه بحث او نظرونه په ډاګه شي.
سناتور محی الدین منصف د مشرانو جرګې په عمومې غونډې کې  وویل، ددې پر ځای امریکا د افغانستان په کورنيو مسایلو کې ګوتې ووهي، ښه ده چې د افغانستان د سولې او ثبات په لټه کې شي.
منصف زیاته کړه، د حکومت د دوام وخت په اساسي قانون کې ذکر شوی دی او اړتیا نشته چې څوک دې په دې اړه وضاحتونه ورکړي. یو بل سناتور، صفی الله هاشمي دملي وحدت حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې (( چې د بهرنيانو د مداخلې له پاره د زمینې برابرولو پر ځای ښه ده، چې خپلو کې سره جوړ شﺉ.))
هغه زیاته کړه، افغان دولت باید خپله خپلواکي خوندي کړي او داچې هر څوک له هره ځایه د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوي، دهېواد خپلواکي له سوال سره مخ کيږي.
د سنا مجلس رييس فضل هادي مسلمیار هم په دې اړه وویل،(( د یو بهرني په لاس د هېواد سرنوشت ټاکل د خواشینۍ خبره ده.))
مسلمیار زیاته کړه، د ملي وحدت د حکومت د کاري وخت غزونې په اړه د بهرنيانو دریځ د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاس وهنه ده، په داسې حال کې چې د افغان حکومت مشرانو په خپل منځ کې د ستونزو د حل وړتیا درلوده.    

سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcexe8zzjh8wvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته