دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 151327
وحدت د خنډونو له منځه تلو سره د امکان وړ دی

اسلامی اتحادیو ډیر نخبه ګان او مسئولین د اسلامی هیوادونو او غیری اسلامی هیوادونو څخه په تهران کی سره یوځای سوی دی اود اسلامی وحدت دیپلماسی اجرا په برخه کی نظرونه سره شریک کړی دی ترڅو د وحدت نهاده اتحادیو همکاری او هماهنګی لپاره رامنځته کړی. ګډون کوونکی په دی ناسته کی د اسلامی وحدت تامین اړتیا او د غرب مهاجم کلتور په وړاندی دریدلو باندی ټینګار وکړ.

بیله شکه چی اسلامی امت وحدت رامنځته کونه، هغه هم په داسی وضعیت کی چی اسلام او مسلمانانو دشمنان خپل ټول توان سره اسلامی امت ترمنځ د تفرقی رامنځته کولو په لټه دی، یو مهم او حیاتی کارونو څخه دی چی باید شپی او ورځی ورته کار وسی.

بیاهم کوم شک وجود نه لری چی دداسی ناستو او محافلو او سیمه ایز او نړیوال همایشونو رامنځته کول، دی لوی مقصد ته نږدی کیدو لپاره او د اسلامی امت منافع تضمین لپاره په ټوله نړۍ کی، راهبردی ارزښت درلودونکی دی او د اسلام نړۍ مسائلو اړتیاوو څخه بلل کیږی.

بناپردی، که هرڅومره دداسی همایشونو کیفیت او کمیت مقدار باندی اضافه والی راسی، بیا هم باید وویل سی چی دا کافی نه دی او باید اسلام لپاره زړه سواند نخبګان او ملتونه او دولتونه باید داسی ناستو ته ډیر کار وکړی او پکښی ډیروالی راولی.

بلی وو! داسی همایشونه او ناستی ارزښتانکه او حتمی دی؛ خو په معروف تعبیر سره، کافی نه دی او د مسلمان ټولنی ټولنیز مسایلو پوهان په نظر، ددی ناستو ترڅنګ باید ډیر نور څیزونو ته هم توجه وسی چی هغه عبارت دی د مسلمانانو اتحاد او وحدت په وړاندی خنډونه.

د چارو مسائلو پوهانو په نظر، یاد خنډونو شتون په اسلامی امت کی د ډیر ارزښت او حساسیت درلودونکی دی چی ورته توجه کولو او له منځه وړنی نه بغیر، په زرهاوو همایشونو او ناستو سره به اسلامی امت کوم اتحاد اووحدت ته ونه رسیږی.

پوهان ددی خنډونو دوو ډولونو ته توجه ورکوی.

۱ : اسلامی بیلابیلو مذاهبو پیروانو ترمنځ ناروا اوغیری حقیقی ذهنیتونو شتون دی.

 

بدبختانه دا ذهنیتونه په ځینی وختونو کی په ځینو مسلمانانو کی دومره سخت او شدید دی چی نور مسلمانان تعجب او حیرانوی؛ ځکه چی یو بل کفر او شرک تر سرحده رسوی او یو بل باندی سعب او لعن وایی.!

په داسی فضا او اوضاع کی دی چی تور او افترا او دروغ په یو بل باندی تړل، بی له حده ډیریږی او د مسلمانانو څخه هر ډله، نسبت بل ډلی ته باطل او انحرافی باورونه او عقائد تړی او دین د انحرافاتو او خرافاتو په چاپیر کی محبوس پاته کیږی.

بله زیان ددی څخه، د اسلام او اسلامی امت دشمنانو غلط ګټه اخیستنه ده.

اسلام دشمنان هر وخت په دی لټه دی چی فرصت پیدا کیدو سره، خپل زهر د اسلامی امت او مسلمانانو ترمنځ خپور کړی او هغه وخت چی خپله مسلمانان د اسلامی اخوت او وحدت څخه په بی خبری، دشمنانو لپاره زمینه برابره کړی او په حقیقت کی د دشمن کار آسانه کړی او خپل دینی وړونو لپاره کار نور هم سخت کړی!

۲ : ځینی اسلامی ځمکو کی ځینی انحرافی نظامونو او دولتونو شتون دی چی غیری دینی او باطل مقاصدو ته په کتو سره، د مسلمانانو ډلو او دستو عملی او فکری ملاتړ په حیث، راپورته سوی دی او ځان او همفکرانو ماسیوا، نور مسلمانان په شرک او کفر باندی تورنوی چی داسی دهشت او غیری انسانی اعمالو شاهد په سوریه او عراق او افغانستان کی هم یو.

حقیقت دادی چی اسلام نړۍ زړه سواند نخبګان او علما، هر څومره چی هڅه وکړی چی اسلامی امت د توحید پرکلمه راټوله کړی، خو د تکفیری تروریزم څخه قوی رژیمونو ملاتړ شتون سره به ډیر په خپل کار کی بریالی نه وی او ددی اړتیا لیدل کیږی چی خپل اصلی تمرکز خائن قدرتونو او دولتونو پر ټکولو باندی کړی؛ ترڅو په دی برخه کی بریالیتوبونه ولری.

بناپردی علما او زړه سواند متعهد رسنۍ باید دواړو اړخونو ته توجه ولری او مسلمانانو عمومی افکار په سیمه او نړۍ کی روشانه کړی؛ ترڅو هغه څه چی اسلامی امت په ګټه دی، شکاره او برجسته سی او کلتوری او عملی هڅی او فعالیتونه هم د یو بل مکمل او پوره کوونکی وی.

https://avapress.com/vdcewz8zfjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته