د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه اته تنه داعش وسله وال د دوه ډلمشرانو په ګډون وژل شوي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، ګډو امنیتي ځواکونو داچین ولسوالی دپیښې په سیمه کې د داعش وسله والو دځپلو او لمنځه وړلو په موخه هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې د دوه ډلمشرانو په ګډون اته داعش وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي داعش ډلمشران ابوزر او امجد نومیږې او په دغو عملیاتو کې د داعشیانو یو شمیر وسلې او مهمات هم تخریب او لمنځه وړل شوي .
د امنیه قومانداني په وینا، د عملیاتو پر مهال ملکي وکړو او امنیتي ځواکونو ته زیان ندې اوښتې .
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې افغان امنیتي ځواکونه څو اونی مخکې د داعش وسله والو ځپلو په موخه د حمزه په نوم عملیات پیل کړي او دغه چاڼیز عملیات لا هم د یاد ولایت په ځینو سیمو کې روانه ده.