دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 153325
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل طرحې په اړه د مشرانو جرګې پرېکړه

د افغانستان د مشرانو جرګې یا سنا مجس د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په هکله د تعدیل شوي طرح تائید کړه.

د مشرانو غړیو نن د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرح په اړه بحث او خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، د دغه قانون په شپږمې مادې کې اسلام د دین په توګه او افغان د ملت په توګه تعدیل شوي چې نن د مشرانو جرګې له خوا تائید شوه.

دا په داسې حال کې ده چې دغه طرح څو ورځې مخکې د ولسي جرګې له خوا رد شوی وه.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د ولسي جرګې پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو، چې لکه څنګه چې هېوادوال خبر دي د نفوسو داحوالو د ثبت قانون په وروستیو کې تعدیل او توشیح شوی دی چې دا قانون له اسلامي ارزښتونو څخه سرچینه اخلي او د هېواد اساسي قانون سره مطابقت لري.

د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې هیله وه چې د ملي شورا ولسي جرګه به د هېواد د اساسي قانون ګټو ته په کتو د نفوسو داحوالو د ثبت قانون په اړه تصمیم ونیسي. د افغانستان حکومت له ملي شورا غواړي چې د یاد قانون په اړه یو ځل بیا غور او د هغه د تائید کوښښ وکړي.

ارګ ماڼی وایي، ملي یووالي حکومت تل د هېواد د اساسي قانون د حکمونو د رعایتولو اوتطبیق په برخه کې هڅه کړې او د هغه په اجرا، تطبیق او عملي کولو ځان مکلف ګڼي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewx8znjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته