دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 99252

د کونړچارواکي وایي، چې په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په را توغول شوو توغندیو کې تیره شپه دوه میرمنې ټپیانې شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ مرستیال عبدالقادر امید نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په ترڅ کې د پاکستان له خوا د دانګام ولسوالۍ په اړوندو سیمو ۲۳ توغندي لګیدلي دي.
نوموړي وویل، چې د روان کال له پیله تر دې مهاله نژدې ۷ زره توغندي د افغانستان په ختیځو ولایتونو ویشتل شوي چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceww8o.jh8oni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته