دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 138421
د لښکرګاه‎ او کندهار لارې امنیتي ګواښونه او د خلکو ستونزې
د سړک غاړې ماینونه او د طالبانو شتون د لښکرګاه او کندهاره ترمنځ لاره کی موټر چلونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی: د لښکرګاه‎ـ‎کندهار لاره څه موده مخکی د وسله‎والو طالبان تر واک لاندې وه، د یوی نیمی میاشتی لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه، اوس هم تر امنیتي ګوښونو لاندې ده.
د سړک غاړې ماینونه او د طالبانو شتون د لښکرګاه او کندهاره ترمنځ لاره کی موټر چلونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د امنیتی ځواکونو په وینا د دې لارې امنیت امنیتي پوستي ساتي، خو ځینې وخت د طالبانو تر برید لاندي راځي.
د دې لارې په ډېرو برخو کی له موټر نه کیښته کیدل له ګواښونو تش نه وي او ځینې وختونه د سر په بیه هم تمامیږي.
خو امنیتي ځواکونو شمېر چې د دې لارې امنیت ساتي کم دی، تجهیزات هم په واک کې نلري.
د ملي اردو سرتېری، سخي مراد زیاتوي:« موږ ته طالبان ډير نېږدې دي، او موږ خپلو پوستو کي ډېر کم کسان یوو اوس هم طالبان د شپې د لوې لارې پر سرځیني امنیتي پوستو ته طالبان ډېر نېږدې دي.»
موټر چلونکي د لښکرګاه کندهار لاره کې د امنیتي ځواکونو ډېروالی هم د موټر چلونکو او امنیتي سرتیرو لپاره اړتیا بولي. د کندهار او لښکرګاه لویه لاره د افغانستان له مهمو لاروڅخه ګڼل کیږي.
https://avapress.com/vdcewv8zzjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته