دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 136720
افغان وژل سوی د یادولو لپاره ترنورو حق لری!
ارګ ریاست جمهوری، د کابل، کندهار او هلمند د حملی وروسته د یک شنبی او دوشنبی ورځی (۲۶ جدی او ۲۷ جدی) عمومی ماتم اعلان کړ. د ارګ په خبرپاڼه کی راغلی دی چی په یاد سوی ورځو کی په ټول افغانستان کی او دهیواد په سیاسی نمایندګیو کی د افغانستان بیرغ به په نیمه حالت پورته کیږی.

د خبرپاڼی په اساس، قرار دی چی د احترام په هدف د عربی اماراتو دیپلوماتانو لپاره چی د قندهار په حادثه کی ووژل سو، په دی ښار کی د هغوی د یادونی یو منار جوړ کړی او د هغوی د یادونی لوح د خارجه چارو وزارت په مقر کی نصب سی. دا حکم د ریاست جمهوری په وینا د شهیدانو د غم شریکی لپاره چی په کابل، قندهار او هلمند کی وژل شهیدان سوی دی، صادر سوی دی.

لکه څنګه چی ټوله پوهیږو د یو عمومی ماتم اعلان د هر پیښی وروسته چی په هغه کی د یو هیواد خلګ له منځه ځی یو د یو رسم او یا سمبولیک تشریفاتو په عنوان په همغه هیواد کی مرسوم او متداول دی او هیوادونه دا لازمتیا وینی چی د هیواد د اندیښنی د فضا د کمولو په خاطر د خپلو اتباعو لپاره، یو یا دوه ورځی د عمومی ماتم په حیث اعلان کړی.

دا کړنه، مناسب کړنه دی؛ بالخصوص د هغه دولتونو لپاره چی تر یوځایه پوری د خلګو مشکلات باندی پوهیږی. په واقعیت کی په هغه هیوادونو کی چی مسئول او تر یو ځایه خدمتګاره دولتونه په کی وجود لری، یواځی په یو عمومی ماتم سره قضیه نه تړل کیږی او تر هغه ځایه چی دداسی دولتونو لپاره چی د خلګو آسایش او امنیت په لومړی درجه کی ورته قرار لری، نو تر ټولو مخکی د امنیت په تامینولو کی ډیر هڅه کوی.

خو راسو چی زموږ په هیواد افغانستان کی څه خبره دی. د داخلی جنګونو په احتساب سره او همدارنګه د غربی ځواکونو د ۱۶ کالو په حضور سره د تروریزم سره د مبارزی په بهانی سره او یا هم د افغانستان د دولت او خلګو سره د مرستی په بهانی سره په دی خاوره کی ځای پرځای سوی دی او هم د طالبانو د دری نظامی دورو څخه کولای سو خبری وکړ چی داسی ورځ نه دی راغلی چی زموږ مظلوم خلګ د طالبانو یا خارجی ځواکونو تر حملو لاندی رانه سی او ځینی وختونه هم د اردو او پولیسو او یا هم د داعش تر حملی لاندی قرار ونه نیسی.

د بدبختی له وجی، دا خلګ د هر لوری څه د ملګری او څه د دشمن او یاهم د خارجی ځواکونو له لوری تر قتل یا ذخمی کیدو او یا هم تر زیان لاندی قرار نیسی. هغه جاهلانه انتحاری حملی چی زموږ هیواد د جنوبی ګاونډی په واسطه آماده او تدارک ورکول کیږی او په هر ځل زموږ بی ګناه خلګ په قتل رسوی، او دا تر دی ځایه رسیدلی دی چی دا مرګونه او حملی زموږ د خلګو او دولت او حکومتی سرانو لپاره یو عادی امر باندی تبدیل سوی دی؛ تر دی ځایه چی نور په ارګ کی قدرت او ریاست ته مهم نه دی چی په شپه او ورځو کی څو تنه افغان په انتحاری حملو کی له منځه ځی او یاهم معلول او یا  معیوب کیږی.

هغه وخت چی مهم نه دی؛ نو دهمدی لپاره هیڅوک ځان باندی لازم نه بولی چی تر څو د یو څو معمولی او ساده افغان د وژل کیدو او یا ذخمی کیدو لپاره عمومی ماتم اعلان کړی او یا هم د شهیدانو و کوچنیانو ته په یو سر وهلو سره د هغوی سره غم شریکی وکړی او په نقدی او غیری نقدی مرستو سره د هغوی سخت ژوند یو څه ورته آسانه کړی؛ خو داسی وخت چی د یو څو عرب او یا غیر عرب دیپلماتانو د وژل کیدو مسئله په منځ کی وی، موضوع د ځمکی څخه تر آسمانه پوری توپیر لری او سیاسی او دیپلماتیک عرف دا ایجابوی چی د دری ورځو د ماتم د اعلانولو ماسیوا په ټول افغانستان کی، د ملی امنیت ریاست ته امر وسی تر څو د یو څو عربو د یادولو لپاره چی په قندهار کی وژل سوی دی، د هغوی د یادونی منار په دی ښار کی او د هغوی د یادونی لوح د خارجی وزارت په مقر کی نصب کړی!.

د افغانستان خلګ تردی ترڅنګ چی د دولت دی تصمیم ته په ښه سترګه ګوری او هغه د عربی متحده اماراتو د هیواد سره د ښه اړیکو لپاره یو لازم امر بولی؛ دا پوښتنه د خپلو سرانو څخه هم لری چی په دومره وخت کی یا حداقل دوه کاله راهیسی د دومره افغانانو په وژل کیدو سره داسی یو وخت په یاد کی لری چی عمومی ماتم اعلان سوی وی او یا هم د عربو دیپلماتانو وینه د هغه افغانانو له وینی څخه بهتره دی چی شپه او ورځ په خپله وینه کی غوټی وهی، چی د عربانو لپاره عمومی ماتم اعلانیږی او د ارګ سران په ډیر زیرکانه توګه د کابل او هلمند او قندهار شهیدانو ته دا اعلام تعمیم او تسری کوی او په داسی توګه د خپل بیګانه پرستی پر روحیه باندی سرپوش ایږدی؟!

لنډ وینا، د تاسف او شرم ځای دی چی د ملی وحدت حکومت په داسی غیری مسئولانه اقداماتو سره خپل ملت په وړاندی، هره ورځ خپل فاصله د خلګو څخه ډیروی او خلګ هم خپل اعتماد د دولت او حکومت څخه ورځ په ورځ له لاسه ورکوی.
https://avapress.com/vdcewp8z7jh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته