دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 139628
په ننګرهار کې دداعشيانواوطالبانو د سر دروند زيان
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي وويل چې په هوايي او ځمکني بريدونو کې دداعشيانو ددريو تنو قوماندانانوپه ګډون ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول اويوشمير نوريې ټپيان شول .
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه بريدونه په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دننګرهار په ځينوسيمو کې دداعشيانو اوطالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي. لومړى بريد تيره شپه دهسکې مينې په ولسوالۍ کې دداعشيانوپه پټنځيو ترسره شول.
د کوټ او اچين په ولسواليو کې دداعشيانو پرخلاف عمليات دکوماندو دځواکونو په مشرۍ ترسره کيږي.
د کوماندو دځواکونو وياند جاويد سليم وايي چې داعشيان له ځمکې او هوا څخه ددوى تر بريدونولاندې دي او دغه بريدونه به دډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې دوام وکړي.
ده تائيد کړه چې په نويوبريدونو کې دداعش دډلې ددريو تنو جګپوړو قوماندانانو په ګډون ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې دغه ځواکونه بريالي شول چې د کوټ او اچين په پو لسواليو کې د داعشيانو څو ستر مرکزونه له منځه يوسي .
ديوبل خبرله مخې : ديارلس تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو دهوايي اوځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې نهه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دهوايي بريد په بهيرکې په دغو داعشيانو هغه وخت چې دوى په تروريستي فعاليتونو بوخت وو ،.
ويل کيږي په دې پيښو کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
له بله پلوه په ننګرهار ولايت کې پوځيان دډاراچوونکو دجنګي وسايلو دشپږو ډيپوګانوپه کشفولوبريالي شول.
دغه ډيپوګانې دخوږياڼيو، نازيانو ، هسکې مينې ، کوټ اوداچين په ولسواليو کې دپوځي عملياتوپه بهيرکې کشف اوترلاسه شوي دي،.
دغه راز ويل کيږي چې امنيتي ځواکونه په ننګرهار ولايت کې دنهو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله.
دغه ماينونه په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې ځاى پرځاى شوي وو چې دخلکو په همکارۍ کشف شول.
https://avapress.com/vdcewo8zvjh8xpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته