دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۵۱
د مطلب کود : 40922
پکتیا: طالبانو د څمکنیو د ولسوالۍ ښاروال وژلی
په پکتیا کې امنیتي چارواکي وایي، چې د څمکنیو ولسوالۍ ښاروال حاجي محمد وزیر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د پکتیا د امنیې قومندان زلمي اوریا خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وسله والو طالبانو په دغه برید کې چې تیره ورځ ناوخته د زرمت ولسوالۍ په ابراهیم خیلو سیمه کې وشوه، دوه پولیس او د ښاروال یو ساتونکی ټپي شوي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8e.jh87wi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته