دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 125623
امریکا په کابل کې د احتمالي بریدګرو نومونه یاد کړي دي
په کابل کې د امريکا سفارت د هغو احتمالي بریدګرو نومونه اخیستي، چې ښايي، په نژدې راتلونکې کي په کابل، لوګر، خوست او پروان ولایتونو کې بریدونه وکړي.
په کابل کې د امريکا سفارت د هغو احتمالي بریدګرو نومونه اخیستي، چې ښايي، په نژدې راتلونکې کي په کابل، لوګر، خوست او پروان ولایتونو کې بریدونه وکړي.
همدرد حسیب، حیات الله، ملا مشفق، سنګري، فاروق، تیال خان، منصور او طلحه په کابل، لوګر، خوست او پروان کې د بریدونو لپاره د حقاني شبکې لخوا رالیږل شوي احتمالي بریدګر دي.
ددغو احتمالي بریدګرو نومونه په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو میشتو ځواکونو رسنیز کړي دي.
سرچینه وايي له دې ډلې حسیب همدرد په کابل، حیات الله، ملا مشفق، سنګري او فاروق په پروان، تیال خال او منصور په خوست او همدا راز طلحه په لوګر کې د بریدونو لپاره رالیږل شوي دي.
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ددغو بریدونو د احتمالي وخت او ځای په اړه جزېیات نه دي ورکړي.
په کابل کې د متحدو ایالتونو سفارت هم وړاندې د پلازمینې په بیلابیلو برخو کې د احمتالي بریدونو خبرداري ورکړي، خو دا په خپل ډول کې بې سارې ده، چې د بریدګرو نومونه دې هم له وړاندې له خلکو سره شریک شي.
همدا تیره اوونۍ په کابل کې د حقاني شبکې لخوا د ملي امنیت پر لسم ریاست په ترسره شوي برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. 
https://avapress.com/vdcewn8zxjh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته