دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 77742
افغانستان، پاکستان او بریتانیا یو وار بیا خپلې ژمنې تازه کړې

د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره یو وار بیا خپلې ژمنې تازه کړې.
افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پرون په لندن کې سره وکتل.
افغان ولسمشرحامد کرزی، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو په اړه په خپلو ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ.
ډیويد کامرون پرون په لندن کې د کرزي او نوازشریف ترمنځ د خبرو کوربه و.
د بریتانیا د صدراعظم دفتر وایي، چې دغه درې اړخیزه غونډه د اسلامي اقتصادي غونډې په حاشیه کې ترسره شوه.
دا له کله چې نوازشریف د پاکستان د صدراعظم په توګه ټاکل شوی لومړی ځل دی چې؛ نوموړی په لندن کې په درې اړخیزه غونډه کې چې هدف یې په افغانستان کې د امن ټینګښت او له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو ګړندي کېدل دي، ګډون کوي.
د بریتانیا د صدراعظم دفتر وایي، درې واړو مشرانو په دې خبرې وکړې چې؛ په سیمه کې د سولې ټینګښت د افغانستان او پاکستان په ګټه دی.
دوي همدا راز د اقتصادي همکارۍ او د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې او په دې برخو کې یې یو ځل بیا خپلې ژمنې تازه کړې.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف له درې اړخیزې غونډې مخکې په لندن کې په یوه خبري کنفرانس کې پر افغان طالبانو غږ وکړ چې؛ له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
هغه وویل چې؛ موږ په افغانستان کې د ثبات لپاره هلې ځلې کوو او د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی:
"موږ غواړو چې په افغانستان کې ثبات وي، داسې حکومت وي چې له ټولو سیاسي ګوندونو جوړ وي.
د افغانستان امنیت یوازې د افغانستان نه د ټولې سیمې لپاره مهم دی."
د چارو کارپوهان وایي چې؛ د امنیت ترڅنګ د افغانستان د اقتصاد پیاوړي کول هم د دې هېواد د ثبات لپاره مهم دی.
ولسمشر کرزي پرون د اسلامي هېوادو اقتصادي غونډې ته چې په کې د نړۍ د نژدې ۱۸۰۰هېوادو سیاسي او اقتصادي مشرانو ګډون کړی په وینا کې وویل چې؛ افغانستان د تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري.
کرزي وویل، د افغانستان د کانونو په ګډون طبیعي زیرمې کولای شي د افغانستان راتلونکي نسلونو ته د عاید یوه منبع او پانګه تضمین کړي:
"نیت مو کړی چې؛ خپل ملي اقتصاد د تحول په لسیزه کې لږ تر لږه له درې لارو پیاوړي کړو.
د تحول دغه مرحله له ۲۰۱۴ کال څخه پیلیږي او تر۲۰۲۴ پورې دوام کوي.
لومړی غواړو چې؛ د کرڼې او د کرنیزې سوداګرۍ د برخو پر پراختیا تمرکز وکړو چې؛ زموږ د نفوسو په سلو کې شپیته په کې په کار بوخته ده."
افغان ولسمشر بریتانیا ته په پنځه ورځنۍ سفر تللی. نوموړي د روان کال په فبرورۍ کې هم د پاکستان او بریتانیا د مشرانو په ګډون په ورته غونډه کې ګډون کړی و.
هغه مهال کرزي د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره په غونډه کې چې؛ د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون یې هغه مهال هم کوربه و، خبرې کړې وې.
له هغې غونډې سره داسې هیلي زیاتې شوې وې چې؛ ګوندې په شپږو میاشتو کې به له طالبانو سره د سولې په برخه کې یو جوړ جاړی حاصل شي خو نه یواځې دا چې دا هیله پوره نشوه بلکه د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې پر پوله د بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د لفظي شخړو په ګډون د یو لړعواملو له امله کړکېچېنې شوې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewf8f.jh8fei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته