دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 153082
د افغانستان دفاع وزارت څلور افسران په اعدام محکوم شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، د دغه وزارت څلور افسران د یوې محکمې له خوا په داعدام محکوم شوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له خبریالانو سره د خبرو پر مهال په دې اړه خبر ورکړ.

نوموړی د دغو افسرانو د هویت په اړه نور جزئیات ور نه کړل خو زیاته یې کړه چې دغه څلور افسران د قتل په تور په اعدام محکوم شوي دي.

دا هم معلومه نه ده چې دغه افسران د چا په قتل کې لاس لري خو له دې وړاندې د ملي اردو ځینو منسوبینو د عام وګړو د قتل او پر خپلو کورنیو او بهرنیو ملګرو د داخلي بریدونو په تړاو نیول شوي دي.

په همدې حال کې جنرال وزیري وایي،  د روان کال له پیله راهیسې شاوخوا ۱۷۰۰ دوسیې څېړل شوی.

د جنرال وزیري په وینا، د ملي دفاع وزارت اړوند کابو ۱۰۰۰ دوسیې ابتدایي پوځي محکمې ته استول شوي دي او

د ملي دفاع وزارت ویاند وایي، د محکمې له خوا  نژدې ۱۰۰ کسانو ته د پنځه کلن تنفیذي بند، ۳۸۰ کسان په یو کلن زندان، او اته کسان له پنځو تر شلو کلونو پورې د زندان په سزا محکوم شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8zwjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته