دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 152588
نی: د واټس اپ او تلګرام تړل د قانون خلاف دي باید بېرته فعاله شي

د افغانستان له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره «نی» وايي، افغان حکومت د اساسي قانون او د رسنیو قانون خلاف ټلګرام او واټس اپ تړلي او په دې سره یې د بیان ازادي ته زیان رسولی دی.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۱۴مه» په کابل کې خبریالانو سره خبرو کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې یادې ټولنیزې رسنۍ بېرته فعاله کړي.

ښاغلي خلوتګر وویل چې ولس باید د حکومت د دغه اقدام پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغان دولت ځینو رسمي ادارو د ټولو نافذه قوانینو خلاف ټولنیزې رسنۍ محدودې کړې، تلګرام او واټس اپ یې تړلي، که چېرې نن واټس اپ وتړل شو، سبا یوه چاپي رسنۍ تړل کېږي، بله ورځ یوه راډیو تړل کېږي او بیا به موږ د یو تلوېزیون د تړلو شاهدان اووسو."

له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» له رسنیو سره داسې مکتوب هم شریک کړ چې د مخابراتو وزارت د خدماتو او فریکونسۍ د تنظیم د ادارې د مرستیال نقیب الله سېلاب لاسلیک پرې شوی او د مېزان په ۳۰ انټرنټي شبکو ته لېږل شوی چې واټس اپ او تلګرام بند کړي.

دغه اداره وايي، په دې اړه دوی په پنځو ولایتونو کې له ۱۳۰ داسې خبریالانو سره مرکې کړې چې واټس اپ او تلګرامونه یې تړل شوي دي.
د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک یو شمېر کارونکو هم په دې اړه لیکلي او د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت پر دغه اقدام یې انتقاد کړی دی.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، تلګرام او واټس اپ ټولنیزې رسنۍ نه بلکې د اړیکو نیولو اپلیکېشنونه دي او په هیڅ معنی د بیان ازادي نه محدوده وي.
د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال ازادي راډیو ته وویل، حکومت د بیان ازادي د خلکو حق ګڼي او ساتنې ته یې ژمن دی:

"واټس اپ او تلګرام د اړیکو نیولو اپلیکېشنونه دي او څوک په کې نظریات نه شریکوي، نو د واټس اپ او تلګرام له تړلو سره د بیان ازادي ته زیان نه رسېږي، افغان حکومت د بیان ازادي د خلکو حق بولي او دغې لاس ته راوړنې ته بشپړ ژمن دی."
د مخابراتواو معلوماتي ټینکالوژۍ وزارت وايي، یاد اپلیکېشنونه د یوې تخنیکي ستونزې امله تړل شوي او تر شلو ورځو پورې به بېرته فعاله شي.

خو دا چې دا بندیز به لنډ مهالی وي که اوږدمهالی د وخت په تېرېدلو سره به معلوم شي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevw8zvjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته