دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 138584
په ګډه پوله د پاکستان د پوځي خوځښتونو له زیاتوالي اندېښنې
د پکتیا ولایت یو ګڼ شمېر اوسېدونکي او د دغه ولایت ځايي چارواکي د هېواد د سوېل ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د پاکستان د پوځي خوځښتونو د زیاتوالي په غبرګون کې سره راغونډ شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د دغه غونډې برخه‎وال وايي چې پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې پوځي خوځښتونه یې زیات کړي دي.
هغوی له حکومت څخه غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځيانو هېڅ ډول اقدام ته اجازه ور نه کړي.
د قوم مشر حیدر جان وویل:«موږ له دولت څخه غواړو چې له پاکستان سره عینې کړنه وشي.»
د قوم مشر خیال څمکني څرګنده کړه:«زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو بریدونو مخه ونیول شي که نه خلک چمتو دي چې د هغوی مخه ونیسي.»
د پکتیا والي ډندې پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ ګرښې سره د سرحدي پولیسو د پوستو څخه د لیدنې پرمهال وايي چې اوس مهال افغان سرحدي پولیس د خاورې د ساتلو لپاره تجهزات په واک کې لري .
د پکتیا والي زلمی ویسا هم وویل:«موږ تجهیزات لرو او موږ د دفاع لپاره چمتو یوو.خو زموږ تجهیزات دومره هم نه دي چې زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړي.»
په سوېل ختیځ کې د پولیسو ۳۰۳ سپین غر زون قومندان سرحدي پولیس د خپلې خاورې د ساتلو لپاره پوره چمتوالی لري .
د ۳۰۳ سپين غر زون پولیسو قومندان پاسوال،اسدالله شیرزاد په دې اړه وویل:«امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه دفاع وکړي.موږ ورسره یوو.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی که‎چېرې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړي د افغان امنیتي ځواکونو له جدي ځواب سره به مخ شي.
https://avapress.com/vdcevv8zejh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته