دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 108280
متین بېک: د ولسوالیو شوراګانو د تاکڼو لپاره سیاسي تعهد موجود دی

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر متین بېک، د سه شنبه پر ورځ، په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلی فرانسېس مېشل مېلېبن سره په لېدنه کې و ویل، چې د ولسوالیو شورګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د حکومت تعهد موجود دی. 
ښاغلي بېک د ولسوالیو په کچه د خلکو د استازو جوړښتونو رامنځته کول د یوې سترې ولسواکۍ د بنسټیزیدو لپاره مهم وبلل. 
دسیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، د ولایتونو لپاره د نویو والیانو د ګومارل کیدل، دوامداره پروسه وبلله او په یو شمېر ولایتونو کې یې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې :(( د ولایتونو لپاره د نویو والیانو ګومارنه، د ریفورم د یوې پراخې پروسې برخه ده. 
د ریفورم په دې پروسه کې، د خدماتو د عرضې د بهیر ښه کول، د بیروکراسۍ په پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو او د خلکو او حکومت ترمنځ د باور د فضا رامنځته کول شامل دي؛ موږ په یو شمېر ولایتونو کې بدلونونه درلودل او دا بدلونونه به په لا ډېر قوت سره دوام ومومي.))
د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست مشر همدارنګه، د ولایتي شوراګانو د نظارتي واک پر سر د راپورته شوې ستونزې هواري ته په اشارې سره و ویل، حکومت د خلکو استازو ته د محلي ادارو له چارو د څارنې د واک ورکولو په برخه .
کې خپل تعهد یو ځل بیا ثابت کړ. نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې ولایتي شوراګانې، د محلي ادارو له چارو د پخواني قانون سره سم، نظارت ته دوام ورکوي.
د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي مېلېبن، د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د حکومت تعهد وستایه او دا یې د افغانستان د اساسي قانون د بشپړ تطبیق لپاره مهم کار وباله. نوموړي د ولایتي شوراګانو د نظارتي واک پر سر د را ولاړې شوې ستونزې په هواري کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې فعالیت او هلې ځلې و ستایلې. 
د اروپایي اتحادیې سفیر همدارنګه له سیمه ییزو ادارو سره د هغې اتحادیې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. دواړو لوریو پر یر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسایلو هم خبرې وکړې.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcevv8z7jh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته