دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 45828
د پروان له سیاه ګرد ولسوالۍ نه درې سیمه ایز پولیس تښتول شوي دي
بل خوا له کندز څخه راغلي رپوټونه وایي، چې نن له غرمې مخکې په چهار درې ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې څلور سیمه ایز پولیس وژل شوي.

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان وایي، چې له دې ولسوالۍ څخه درې سیمه ایز پولیس تښتول شوي دي.

صالح محمد ازادۍ راډیو ته په ځانګرې مرکه کې وویل، چې دغه کسان وسلوالو طالبانو تښتولي او د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

بل خوا له کندز څخه راغلي رپوټونه وایي، چې نن له غرمې مخکې په چهار درې ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې څلور سیمه ایز پولیس وژل شوي.

وسلوالو طالبانو د حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevv8e.jh8nwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته