توصيه مطلب
۰
 
داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزيږي
تاریخ انتشار : چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۷
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال وزیري وايي، د داعش په نوم د وروستیو میاشتو حملې حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په ملاتړ کړي دي.

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، دافغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال ویاند جنرال وزیری سرګندوی، داعش د نورو ترورېستي ډلو په څېر د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي.
ویلکږی، داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزېږي او کله چې هر ترورېستي ګروپ په افغانستان کې ترورېستي عمل ترسره کوی.
د یاد وړدی، وروستۍ هغه ‌یې په کابل کې د تبیان پر فرهنګي مرکز حمله وه چې له کبله‌يې ۵۲ تنه ووژل شول او له ۹۶ ډېر ټپیان شول.
دوی وایی، د داعش د افغانستان او پاکستان څانګه په ۲۰۱۴ م کال فعاله شوه او اکثره غړي یې پخواني طالبان او د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د جهادي ډلو دي.
داعش دلي په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو په لارښوونه د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخلي.
Share/Save/Bookmark
د مطلب کود: 156188