د هلمند ولایتي چارواکي وایي، نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت مرکز د لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته یو موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې دوویشت تنه وژل شوي او څه دپاسه پنځوسو نور ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو د وینا له مخې د برید پرمهال د افغان حکومت یو شمیر ملکي مامورین او امنیتي منسوبین د دغه بانک څخه د خپلو تنخواو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخې ته راټول شوي وو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ته وویل، چې د پیښې له ځایه، لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون ته د ۲۲ تنو جسدونه او له پنځوسو زیات ټپیان انتقال شوي دي.
د برید وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او خبریالانو ته هم د پیښې ځای ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
لا تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.
د پیښې په اړه نور معلومات وروسته وړاندې کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)