دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 147089
په وروستیو څلورو میاشتو کې د نشه یي توکو سلګونه قاچاق وړونکو نیول شوي دي

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت په ټول هیواد کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې ۷۶۴ عملیات تر سره کړي دي. عبدالخلیل بختیار، د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارزې مرستیال د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: " په ټول هیواد کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځواکونو د عملیاتو له امله په ټولیز ډول د نشه یي توکو ۸۷۴ قاچاق وړونکي نیول شوي دي. هغه زیاته کړه، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۴۰ غټ، ۱۴۲ متوسط او ۵۷۸ واړه قاچاق وړونکي شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال همداراز وویل، چې د ۱۳۹۶ کال په لومړیو څلورمیاشتو کې له نشه یې توکو سره د مبارزې د ځواکونو لخوا په ټولیز ډول ۱۱۶ ټنه نشه یي توکي چې هیرویین، تریاک، چرس، مورفین، الکولي مشروبات، ښیښه، د K ټابلېټ او بنګدانې پکې شاملې دي، کشف او ضبط شوي دي. ښاغلي بختیار زیاته کړه، چې د روان کال د څلورو میاشتو د عملیاتو په پایله کې په ټول هیواد کې د نشه یي توکو د تولید او پروسس ۱۹ فابریکې له منځه تللې دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې د مرستیال په وینا، د دې اندازې نشه یي توکو په کشف او ضبط سره د افغانستان په نرخ ۲۹۲ میلیون ډالره د نشه یي توکو نړیوالې مافیا ته صدمه رسېدلې ده، چې له هیواد څخه بهر ته د لېږد په صورت کې د دې موادو ارزښت له ۹۰۰ میلیون ډالرو څخه زیاتېده.

د کورنیو چارو له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال په کابل کې د یاد معینیت لاسته راوړنې په جلا ډول بیان کړې او ویې ویل:" له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو د روان کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې ۳۰۰ عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې څلورنیم ټنه نشه یي توکي کشف او ضبط شوي، ۳۶۴ تنه نیول شوي چې له دې جملې ۱۸ یې غټ قاچاق وړونکي او پاتې نور یې واړه قاچاق وړونکي دي.

ښاغلی بختیار د خپلې ادارې له تازه لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، چې تېره ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونه توانېدلي دي، چې ۲.۵ ټنه الکولي مشروبات هم کشف او تر لاسه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevf8zojh8e7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته