دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 123760
جمهور رئیس غني کابل ښاریانو او د کابل ولایت اوسېدونکو سره ناستې پیل کړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د یاد ولایت استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، یو شمېر شمېر وزیرانو او مشاور وزیرانو، د کابل والي او د کابل د امنیتي بنسټونو مسوولینو هم حضور درلود. په پیل کې د کابل ښاروالۍ سرپرست محمد اسلم اکرمي  په بېلابېلو برخو کې د هغې ادارې د کړنو او د نوي کال لپاره د خپلو پلانونو په هکله معلومات ورکړل.

ور پسې په ولسي جرګه کې د کابل استازي حاجي زمرک پادخوابي، د کابل ولایتي شورا رئیس سید عبدالرحمن ، د کابل ښار د بېلابېلو زونونو د ناحیو وکیلانو، د اهل هنود هېوادوالو استازې انارکلي هنریار او د داخلي بې ځایه شویو استازي د امنیتي وضعیت د ښه والي، د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د متوازنې ودې، پر ټولو یو برابر د قانون د تطبیق، د ښار له بېلابېلو برخو د کثافاتو پاکولو، د سرکونو او فرعي کوڅو د قیر کولو، د اداري او اخلاقي فساد د مخنیوي، د څښاک د صحي اوبو، د کانالیزاسیون سیستم د ایجاد، د ژوند چاپیریال او شنو ساحو د ساتنې، د اهل هنود وطنوالو د ځورولو د مخنیوی او داخلي بې ځایه شویو ته د پاملرنې په هکله خپلې غوښتنې او وړاندیزونه  مطرح کړل.

جمهور رئیس غني د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د یاد ولایت د استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، نن د کابل ولایت له بېلابېلو اقشارو سره د ناستو لړۍ پیل شوه ، څو ورځې به د هغوی غوښتنې او ستونزې واورم او وروسته به د اساسي طرحو له لارې مناسبې لارې ورته ولټوو.

جمهور رئیس د کابل ښاروالۍ او په کابل ښار کې د ټولو بنسټونو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او وې ویل، فساد، ظلم او بې عدالتي په کابل ښار کې په فرهنګ بدله شوې ده.

محمد اشرف غني زیاته کړه، تېر کال زموږ موخه د افغانستان د پایښت تامین وو او د دښمن له تهدید او جنګ سره مخامخ وو، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، مېړانې او سرښندنو له برکته د د ښمن توطیې له ماتې سره مخ شول.

جمهور رئیس د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د یاد ولایت استازو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د ستونزو اورېدلو او د حل لارو موندلو ته تیاری لري.

جمهور رئیس د کابل ښار په ځینو نقطو کې د کثافاتو د زیاتوالي او ستونزو په هکله وویل، ۹۰ زره ټنه کثافات په بګرامیو کې جمع شوي او قوه کار ایجاد شوې، تر څو هغه ګزک سیمې ته انتقال کړي.

جمهور رئیس غني وویل، په کابل ښار کې د کثافاتو او خځلو د ستونزې د دایمي حل لپاره له څو خصوصي کمپنیو سره کار جریان لري.

محمد اشرف غني زیاته کړه، کابل ښاریان د څښاک د صحي اوبو کمبود سره هم مخ دي، ځکه د څښاک صحي اوبه یوازې یو ملیون کابل ښاریانو ته په پام کې نیول شوې وې او موږ په پام کې لرو چې دا ستونزه په اساسي توګه حل کړو.

جمهور رئیس وویل، د کابل ښاروالۍ اوسنی جوړښت د دې ښار ستونزې نشي حلولی او موږ باید د کابل ښاروالی وضعیت په اساسي توګه بدل کړو. هغه د ناحیو له وکیلانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د کابل د خلکو له استازو څخه وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ د ستونزو د حل لپاره خپلې مشخصې طرحې برابرې کړي.

جمهور رئیس غني دېته په اشارې چې کابل ښاروالي او ځینې نورې ادارې د پیسو دمعقول لګولو ظرفیت نه لري، هغه وویل، په تېرو ۱۴ کالو کې پیسې ضایع شوې او زه نه غواړم د دې ملت پیسې نورې ضایع شي.

هغه د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاولو او د کابل ښار دارالامان سیمې ته د وزارتونو د لومړي ګروپ د انتقال یادونه وکړه او وې ویل، دولت همدارنګه د پخوانۍ معمارۍ د احیا په اساس د کابل  زاړه ښار د بیا رغاولو  اساسي پلان لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ اساسي طرحه داده چې د کابل ښار ټولې ساحې په پلاني ساحو بدلې کړو او دولت د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي دی.

جمهور رئیس د کابل ښار د وضعیت  ښه والي کې د خلکو ونډې او رول ته په اشارې وویل، ښار د ټولو ښاریانو دی او د خلکو له مشارکت پرته د ښاریانو ستونزه نه حل کېږي.
https://avapress.com/vdcepx8z7jh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته