دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 152263
د تښتول شوي پروفیسر د ناروغي په اړه د طالبانو خبرداری او د امریکایي پوهنتون غبرګون

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د طالبانو په قید کې تښتول شوي استاد د ناروغي په هکله د طالبانو د بیان په اړه تند وښود.

د امریکایي پوهنتون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې امریکایي پوهنتون د بورډ غړیو، زده کوونکو، او کاروکوونکو د طالبانو په بند کې د کیوین کینګ د روغتیایي حالت د خرابوالي په اړه خواشیني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې کیوین کینګ او د هغه ملګری ټیم د امریکایي پوهنتون پروفیسران د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګیست په میاشت کې طالبانو له خوا برمته شوي.

امریکایي پوهتون وایي، برمته شوي کسان بې ګناه کسان دي او د افغانستان د سوکالې او پرمختیا په خاطر د تنکي افغانانو د ښوونې لپاره افغانستان ته راغلي وو، چې د مجرمینو ډلو ښکار شول.

د امریکایي پوهنتون پر وسله والو طالبانو غږ وکړ ترڅو د تښتول شوي پروفیسرانو د خوشې کیدو په خاطر ژر اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي، چې له یو کال ډیر وخت وشو دوه تنه بندیان چې په کابل کې یې په اصطلاح په امریکایي پوهنتون کې د استادی دنده ترسره کوله د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا نیول شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په دغو کې یو تن امریکایي استاد کیوین کینګ د زړه په خطرناکه ناروغی او ورسره د بډوډو په ناروغی اخته دی.

د طالبانو ویاند زیاته کړه، چې دا چې امریکایي جهتد خپلو اتباعو د مرګ او ژوند چندان پروا نه لري، موږ خبرداری ورکوو چې د نوموړو دوو تنو بندیانو د سالم خلاصون لپاره د اسلامي امارت غوښتنې ومني او خبل اتباع خلاص کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepw8zxjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته