دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 138665
له غزني څخه تر کندهارهاره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا غزولو تړون لاسلیک شو
له غزني څخه تر کندهارهاره د دوه سوه شل کیلو ولټه برېښنا د لین د غزولو تړون له یوه هندي شرکت سره لاسلیک شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا لین د غزولو ۱۱۳ میلیون دالره لګښت د امریکا د پرمختیايي ټولنې له وړیا مرستو ورکول کیږي، چې له ترکمنستان څخه د پېنځه سوه کیلو ولت برېښنا یوه برخه ده.
د افغانستان د برښنا شرکت ريیس قدرت الله دلاوري وایي، دغه پروژه د یوه هندي شرکت لخوا په مخ بیول کیږي، چې تړون یې د یکشنبې په ورځ(د کب ۸) لاسلیک شو.
د کې اې سي هندي شرکت رییسپنکاچ تندن وايي، چې د تړون له موادو سره سم به دغه پروژه پلې شي.
د نوموړي په وینا؛ دا زمونږ لپاره یو ستر مسوولیت دی. مونږ هڅه کوو، چې دا پروژه د مسلکي کسانو لخوا پلې شي.
اوس افغانستان د اړتیا وړ برښنا د منځنۍ آسیا له هېوادونو پېري؛ خو د هېواد زیاتره ولایتونو پرښنا نلري.
د افغانستان برېښنا شرکت په ډاګه کړې چې ۱۱۳ میلیون ډالره لګښت به پرې راشي.
https://avapress.com/vdcepv8znjh8xpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته