دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 148367
ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو پرانیستی لیک او د امریکا حکومت غبرګون

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې ولسمشر ډونالډ ته د وسله والو ته طالبانو له خوا پرانیستی لیک استول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوهرت وویل، چې په افغانستان کې موجود حالات د وسله والو طالبانو د فعالیتونو نتیجه ده.

نوموړې زیاته کړه چې وروستی راپورونه ښیي چې وسله وال طالبان د عام وګړو پر خلاف خپل بریدونو ته زور ورکړي دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اغلې نوهرت زیاته کړه، چې وسله وال طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي او دا ټول لاملونه باید هېره نه شي.

وسله وال طالبان د سه شبنې په ورځ په یوه پرانیستی لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښت چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل بهرنی اشغال دی، د بهرني اشغال له امله دلته د جګړې اور بل شوی او له دې جګړه ایزې فضا نه هرڅوک د ځان به نفع استفاده کوي.

طالبان ډلې د امریکا په مشری پر ائتلافي ځواکونو تور لګوي چې د جګړې له امله افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepv8zfjh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته