د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د پنجشنبې پر ګهیځ(د وري په ۳ مه) لس تنو وسلهوالو کسانو د وزیرمحمداکبر خان سیمې له ۱۳ سړک څخه د یوه سوداګر زوی وتښتاوه.
د دغې پېښې یو شاهد وايي چې تښتوونکي د دغه سوداګر زوی د امنیتي ځواکونو د سترو له وړاندې وتښتاوه.
دغه پېښه نن پنجشنبې له غرمې مخکې لس نیمې بجې رامنځته شوه.د پېښې یو تن شاهد وايي چې تښتونکي په یوه تورې ښیښې لرونکي لنډکروزر او یوه هایلکس تعقیبي کې وو.
د دغې پېښې شاهد زینالدین وویل:«تښتونکو کله چې هغه یې له کور څخه بهر کړ،غوښتل یې چې هغه موټر ته پورته کړي،خو هغه مخنیوی کاوه.سړي تښتونکو د هغه زولانې کړل او په مخابره یې په سر ګوزار وکړ.»
په همدې حال کې د کابل ولایت امنیه قوماندان وايي چې تښتونکو د دغه سوداګر موټر چلوونکی هم له ځان سره وړی وو خو څو ساعته وروسته یې هغه خوشې کړ.
حسن شاه فروغ زیاتوي چې تښتونکو دا ځوان د سروبي ولسوالۍ په لور وړی دی.
هغه زیاته کړه:«په تېرو کې له جنایتکارانو سره داسې چلند نه کېده.حتا هغوی د حاکمیت دعوا کوله او د پولیسو د حوزو ته یې حکم کړی وه چې د شبې له نهو تاسې اجازه نه لرئ تګ راتګ وکړئ.»
هغه سوداګر چې زوی یې تښتول شوی نهغواړي پېژاند یې څرګند شي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او سنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«کهچېرې په دې بڼې دوام وکړي،ډاډه واوسئ چې پانګه له هېواد څخه تېښته به وکړي.»