دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 145667
غني: د جګړې قُربانیانو د ریپوټ لوستلو پر مهال په خپل زړه ډبره ږدم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه د محمدکریم خلیلي د معرفي کولو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، هره ورځ باید د جګړې د قیمت محاسبه وشي.

د ولسمشر غني پر وینا، د افغانستان د ناامنیو د قُربانیانو د شمیر لیدل د ډبرې زړه غواړي.

ښاغلي غني وویل "خدای مو د جګړې په حالت کې زما ځای ته مه راوله، رښتیا درته وایم، هر سهار اول زه تلفات ګورم، زموږ قُربانۍ ګورم، ما د خپل زړه پر ځای تیګه ایښې او د مغزو پر ځای مې فولاد ایښی، انسان چې دا وینه وګوري ماتیږي. دا د افغان وینه ده، دا د مسلمان وینه ده، دا زموږ د بچیانو وینه ده."

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، چې د سولې د اړتیا د پیژندلو لپاره د جګړې د زیانونو کره محاسبه ضروري ده.
هغه زیاته کړه، چې افغان حکومت غواړي له پاکستان سره سولې وکړي او د سولې په بهیر کې شامل شي.

له دې وړاندې ولسمشر غني ویلي وو، چې د سولې د ټینګښت لپاره لومړۍ باید د دوه دولتونو ترمنځ سوله وشي.

ولسمشسر غني تیر کال د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس کې د وینا پر مهال یو وار بیا پر پاکستان انتقاد وکړ چې پاکستان لاه هم په افغانستان کې یوه نااعلان شوې جګړه مخ ته وړي.

د ولسمشر غني په وینا، هغه جګړه چې وسله ‎وال طالبان ‌یې افغانستان کې د افغان دولت په وړاندې مخ ته وړي که د پاکستان له ملاتړه برخمن نه ‌وي، طالبان ‌یې یوه میاشت هم مخ ته نه‎شي وړلای.

هغه سږ کال د فبروري په میاشت کې د المان په میونیخ امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ، تر هغې چې یو شمېر هېوادونه ترهګرې ډلې په ښو او بدو ویشي، روانه جګړه پای ته نه شي رسېدلی.

افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.

د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ هم تیره اونی وویل چې په پاکستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو ستونزې ته باید د حل یوه لاره وموندل شي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم تیره اونی وویل، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې نوې راپور کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

د راپور پر بنسټ، د حقاني شبکې او طالبانو ډلې لا هم د پاکستان د ځینو حکومتي او امنیتي ادارو له لورې مرستې ترلاسه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepn8zfjh8epi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته