دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۴۲
د مطلب کود : 147467
د جنګ او بحران ساتنه؛ په افغانستان کی د امریکا بریالیتوب!

ددی څخه مخکی چس سبسشن ګورکا؛ د دونالد ترامپ مرستیار معاون وغواړی د سپین ماڼۍ سرمدارانو نیت افغانستان ته خبر ورکړی، د افغانستان مسائلو پوهان د هیواد داخل او خارج کی، په ټول شفافیت سره د امریکا او اروپا شرکاوو هدف او مقصد په افغانستان کی د اوږد مهاله جنګ لپاره، شرحه او بیان کړی دی.

د ترامپ کابینی ارشد مشاور دی پوښتنی ته په ځواب کی چی آیا امریکا د افغانستان اوږد مهاله جنګ کی بریالی سوی دی که نه وایی: ددی پوهیدلو لپاره چی امریکا د افغانستان په جنګ کی بریالی کیږی که نه باید دی پوښتنی ته ځواب ورکړل سی چی ولی افغانستان امریکا لپاره ارزښت لری او هغه ملی ګټی چی واشنګتن د کابل سره وصل کړی دی، کومی دی.

ښاغلی ګورکا چی سپین ماڼۍ ملی امینت ټیم د مشاورانو څخه هم دی، زیاتوی: امریکا د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱ دهشت منځته راوړونکی برید وروسته افغانستان ته سرتیری ولیږلی ترڅو د هغه هیواد څخه د امریکا په وړاندی برید لپاره ګټه وانه اخیستل سی.

د ترامپ مرستیار معاون د امریکا غږ سره په مصاحبه کی وویل: که په افغانستان کی د امریکا ماموریت تعریف همدا وی چی واشنګتن پرینږدی چی د افغانستان څخه د امریکا په وړاندی بریدونو لپاره کار واخیستل سی، نو د هغه په وینا امریکا کولای سی د افغانستان په جنګ کی بریالی سی.

د مطلب خبره په همدی ځای کی دی؛ د ترامپ مشاور په نظر د افغانستان ارزښت پیدا کیدل بالخصوص د دوه ګونو برجونو برید وروسته ډیر ددی لوری څخه دی چی دا هیواد او هغه وضعیت چی د ۱۶ کالو راهیسی پکښی جریان لری، په یو ډول سره د امریکا ملی ګټو پوری تړلی دی.

په روشانه عبارت سره، لکه څنګه چی د افغانستان چاروکارپوهان وایی چی د سپتمبر ۱۱ مخکی طرحه سوی پیښه، د سپین ماڼۍ سرانو او ټول غرب بلوک لپاره ددی لامل سو چی افغانستان ته لشکر کښی وکړی او خپل نظامی-سیاسی حضور او سلطه په ټول افغانستان کی تثبیت کړی.

که څه هم د سپین ماڼۍ ارشد مشاور د کارپوهانو دا نظر نه قبلوی او په دی باور دی چی پردوه ګونو برجونو باندی برید په حقیقت کی د تروریزم او د امریکا ملی ګټو دشمنانو کار وو او همدا لامل وو چی امریکا په افغانستان کی نفوذ وکړ، د طالبانو سره جنګ ته داخل سو هغوی د افغانستان څخه ټول کړل.

په هر حال، د ترامپ مشاور استدلال ادامه کی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو حضور ادامی لپاره، لکه څنګه چی وینو هغه باور لری چی امریکا د افغانستان په جنګ کی بریالی سوی دی؛ ځکه چی د هغه او د هغه همفکرانو په باور امریکا توانیدلی چی په افغانستان وضعیت داسی مدیریت کړی چی جنګ ادامه ولری او هغوی هم په افغانستان کی اوږد مهاله نظامی حضور ولری.

د افغانستان جنګ وهلی هیواد کی د بحران ساتنه، لمړۍ هغه کار دی چی د ترامپ ارشد مشاور په وینا، د سپین ماڼۍ په اراده سره صورت نیولی دی او بل ددی بحران ۱۶ کاله ساتنه خپله بریالیتوب دی چی واشنګتن سرانو لپاره د افغانستان په جنګ کی منخته راغلی دی؛ ځکه چی په دی توګه تروریزم په یو ډول سره د افغانستان او پاکستان په خاور کی محدود سوی دی او ددی فرصت نه پیدا کوی چی د امریکا او اروپا لوری ته توجه وکړی او دهغه هیوادونو ملی ګټی ته ګواښ ورسوی!.

خو آیا دا استدلالونه آیا صحیح دی او آیا امریکایی او اروپایی هیوادونه د تروریستی بریدونو څخه سالم پاته دی، په امریکا او اروپا کی دا اخیر تروریستی بریدونه د لوړ استدلالونو برخلاف ثابتوی.

واقعیت دادی او لکه څنګه چی دا ارشد مشاور اعتراف کوی، سرمایه داری جهانخواره نظامونه او په راس کی یی امریکا د ضعیف هیوادونو په وړاندی داسی پالیسی او استعماری خاصی تګلاری لری چی هر یو د هغوی حاکم شرائطو سره سم، په دام کی اچوی.

استعماری قدرتونه او په راس کیی امریکا، په افغانستان کی د قومی او ژبنی او مذهبی تعصباتو څخه په ګټه اخیستنی سره د همدی اسلامی هیواد جهل او نادانی څخه ګټه اخلی، او هڅه کوی چی په دی هیواد کی بحران جاری وساتی او په دی توګه خپل رقیب دولتونه هم تر نظر لاندی ولری او د افغانستان سرشاره معادنونو او ذخایرو څخه د ترامپ ارشد مشاور په وینا د امریکا ملی ګټو لپاره ګټه واخلی.

 

https://avapress.com/vdcepf8zfjh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې