دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 144460
افغانستان او چین دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان او چین ولسمشرانو د لیدنې ترڅنګ د کونړ بند او له شېرخان بندر تر هرات پورې دریل پټلۍ د غزولو د سروې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د افغانستان او چین د ولسمشرانو په کتنه کې د شېرخان بندر- هرات د دریل پټلۍ د جوړولو او د کابل– کونړ په حوزه کې د برښنا بند پروژې د سروې دوه هوکړه لیکونه په چین کې د افغانستان د سفیرجانان موسی زي او د پل کمپنۍ په نوم د چینایي شرکت مسوول پنګ شیاوجون ترمنځ لاسلیک شول.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند امان الله غالب وايي، چې پر دې سروې دوه نیم میلیون دالر لګښت راځي او د بندونو د جوړیدو لپآره د ۱ عشاریه درې میلیون دالرو لګښت اټکل کیږي.
دوي زیاتوي، چې له سروې وروسته به د کونړ پر سیند د بند جوړونې چارې له چین سره په ګډه پرمخ ولاړې شي.
د همکارۍ د یادو تفاهم لیکونو له مخې؛ د سروې د ترسره کولو او د شېرخان بندر– هرات د اورګاډي کرښې د طرحې د برابرولو کارهم چینایي کمپنۍ ته ورکړ شوی دی.
د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۸) د شانګهای د غونډې له پیل مخکې ویلي، چې بیجنګ د افغانستان له سولې، ثبات او بیا رغونې څخه خپل ملاتړ روان ساتي او دغه راز به په دې اړه په سیاسي همغږۍ کې هم خپلې هڅې تر سره کړي.
https://avapress.com/vdcepe8z7jh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته