دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 141896
روسي پولیسو په لس هاوو اعتراض کوونکي نیولي

د روسیې په زیاتو ښارونو کې، پرون شنبه لس هاوو تنه له هغه کمپاین سره یوځای شوو چې له ولسمشر ولادیمیرپوتینه غواړي چې د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې دي ځان نه کاندیدوي.

د مسکو یوې اوسېدونکې پرون ولسمشر پوتین ته په خطاب کې وویل:


​"د حکومت واکمني باید د بدلېدو ځای ولري، پر اساسي قانون باید تېری ونه شي، خلک تردې ښه ژوند غواړي، نه داچې لابدشي، ولادیمیرولادیمیرویچ! ستاسې په ولسمشرۍ کې زموږ ژوند لا خراب شوی دی."

په روسیه کې چارواکو تردې لاریون درې ورځې مخکې د "Open Russia Foundation" سازمان پر فعالیت د بندیز لګولو هڅې پېل کړې.

دا سازمان په روسیه کې د روان اعتراضي کمپاین تنظیمونکی دی.

د دې سازمان مشري، په روسیه کې پخوانی میلیاردر میخائیل خودروکوفسکي کوي.

خو د روکوفسکي پرونی اعتراضي کمپاین، بریالی بللی دی.

هغه په یوه پيغام کې چې پریوټیوب خپور شوی، ویلي چې روسانو قانوني کار کړی او حق یې درلود چې د رخصتۍ په ورځ کې خپلې غوښتنې د جمهوري ریاست دفتر ته ورسوي.

خودروکوفسکي د تېرې جمعې په ورځ د روسیې له یوې راډیو سره په مرکه کې، د دې اعتراضي کمپاین د څرنګوالي په اړه وویل:"لاریون کونکي په هغو ښارونو کې چې چارواکو اجازه ورکړې، شعارونه، مایکروفونونه او د مظاهرې نور وسايل لېږدوي خو په هغو ښارونو کې چې اجازه نه ده ورکړل شوې، خلک په انفرادي ډول راځي او له ولسمشره د خپلې غوښتنې غږ کوي."

د اعتراض تنظیمونکو ویلي چې په اصل کې د روسیې په ۳۲ښارونو کې د لاریونونو د ترسره کولو پلان جوړشوی و خو چارواکو یوازې په یولس ښارونو کې د لاریون اجازه ورکړه.
په مسکو کې چارواکو دا کمپاین غیر قانوني بللی او ویلي یې دي چې له ګډونکونکو سره به یې پولیس ګوري.
ولادیمیرپوتین اول وار، په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د روسیې ولسمشر شو.
هغه له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ میلادي کاله، د روسیې صدراعظم هم و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8zpjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته